کور / #corona-crisis / بل ګیتس لیکی:کرونا یا کویدو-۱۹ ویروس موږ په څه شی پوهوی

بل ګیتس لیکی:کرونا یا کویدو-۱۹ ویروس موږ په څه شی پوهوی

احسان الله آرينزی

؟ژباړن: احسان الله ارینزی- کابل

زه په دې اند یم چې د هر هغه څه شا ته چې پېښېږي، یو معنوی هدف شته چی کېدای شي موږ یې ښه وبولو یا بد. غواړم دلته د هغه څه په اړه خبرې وکړم چې کرونا یې له موږ سره کوي.
· دا ویروس وایي چې موږ ټول له کلتور، مذهب، مسلک، مالي وړتیا او یا شهرت پرته، یو شان یاستو. کرونا له موږ ټولو سره یو شان چلند کوي. موږ باید همدا کار وکړو. که زما خبره نه منئ، تام هنکس وپوښتئ.
· دا ویروس موږ ته وایي چی ټول یو له بله تړلي یاستو او هغه څه چې په یو انسان اغیز کولای شي په بل یی هم کولای شي. دا ویروس وایي د بیلتانه کومې ناسمې پولې چې موږ ټاکلي، ډېر ارزښت نه لري؛ ځکه چې دا ویروس پاسپورټ ته اړتیا نه لري. کرونا د ستونزو او بحران په وخت کې، هغه کسان رایادوي چې هر وخت ظلم پرې شوی وی.
· دا ویروس موږ ته وایي چې زموږ روغتیا څومره ګټوره ده او موږ څنګه د خیرنو اوبو او ناسم خوراک له لارې، هغه ته زیان رسوو. که خپلی روغتیا ته پام و نه کو هرومرو ناروغه کېږو.
· دا ویروس موږ ته وایي چې ژوند څومره لنډ دی او د هر انسان تر ټولو مهم کار، له نورو او په تېره بیا سپین ږیرو او ناروغانو سره مرسته ده.

· دا ویروس موږ ته وایي چې انسانی ټولنه څومره مادي شوې ده. د سختیو په وخت کې زموږ لومړنۍ اړتیاوې اوبه، خواړه او درمل دي، نه ډېر فېشني شیان.
· دا ویروس موږ ته وایي چې کور او کورنۍ څومره خوندور دی او موږ څومره له هغوی څخه لیرې پاتې شوي یاستو! کرونا موږ بیرته خپلو کورونو ته ستانه کړو چې خپل یووالی پیاوړی کړو .
· دا ویروس وایي چی (دنده) زموږ اصلي کار نه دی. دنده هغه ده چې موږ یې سرته رسوو؛ خو دا هغه شی نه دی چې موږ ورته پیدا شوی یاستو؛ زموږ اصلي کار یو د بل ساتنه، پالنه، پاملرنه او مرسته ده.
· کرونا وایي چې په خپل نفس برلاسي واوسو. که موږ فکر کوو چې څومره پیاوړی یاستو، یا نور خلک داسې وایي، وګورئ چی یو کمکي ویروس څنګه ځای په ځای درولي یو.
· دا ویروس وایي چې کېدای شي صبر وکړو یا وویرېږو. باید په دې پوه شو چې داسی پیښی د نړۍ په تاریخ کې ډېرې تللي او راغلې او دا به هم تېره شي. که وویرېږو او فکر وکړو چې ژوند پای ته رسی، ډېر زیان به مو کړي وي.

· دا ویروس وایي چې دا شرایط کیدای شی یو پای وی او یا یو بل پیل وي. کېدای شي چی له پخوانیو تیروتنو څخه د زده کړی وخت وي او یا د داسی یوی لړئ پیل وي چې دومره وغځیږی چی موږ په هغه څه وپوهوی چې باید مخکی پرې پوهیدلای وای.
· دا ویروس وایي چې زموږ ځمکه ناروغه ده او وایي همغسې چې په دې ورځو کې لویې مغازې تشې شوې، ځنګلونه هم له ونوبوټو څخه تشیږی. موږ ناروغه یو؛ ځکه چې زموږ کور ناروغه دی.
· دا ویروس وایي چې په هره توره شپه پسې رڼا ورځ راځي. ژوند همداسې پړاونه لري. دا هم یو پړاو دی، دا هم تېرېږي. مه ویریږئ!
· په داسې حال کې چې ډېر خلک کرونا لوی ناورین ګڼي، زه یې یو لوی سمونکی بولم. کرونا راغلې چې موږ ته هغه څه ووایي چې هیر کړي مو وو. اوس دا زموږ کار دی چې غوږ ورته نیسو که نه!