کور / هراړخیز / د نړۍ لس ساړه هېوادونه

د نړۍ لس ساړه هېوادونه

ژباړه او زیاتونه: خوشال درانی

نړۍ ورځ تر بلې گرمېږي. د وگړو ډېروالی، غازات، کارخونې، موټرې او د جلا ـ جلا وسلو کارول هغه لاملونه دي، چې د نړۍ هوا ورځ تر بلې تودوي. ډېر کنگلونه ورځ تر بلې ویلې کېږي او د هغو هېوادونو هوا هم په دوبي کې گرمه وي، چې مخکې یې د تاوده لمر ارمان کاوه. د ژمي په موسم کې د سړو هېوادونو هوا ډېره سړه وي، چې کله ـ کله ټول ژوند په ټپه ودروي. په سړو هېوادونو کې په یو پټو، جمپر، بنیان او په یوې پیالې قهوه گذاره نه کېږي او باید سم تدابیر ورته ونیول شي. ځکه په اوونیو ـ اوونیو واورې، ورښتونه او ساړه بادونه لگېږي. د هرې سیمې خلک د خپل چاپېریال له هوا سره جوړښت کوي او له خپلو سړو او تودو سره ژوند پر مخ بیايي. که د تودو سیمو خلک د ژمي په ارمان وي، نو د سړو سیمې خلک بیا دوبي ته انتظار کوي، چې خپل بدنونه لږ گرم وساتي. که د سړو هېوادونو خبره شي، کېدای شي ستاسې ذهن ته روسیه راشي؛ خو په اوسنۍ نړۍ کې له روسیې هم سړې سیمې شته.

۱: گرینلنډ: په گرینلنډ کې ټول کال هوا سړه وي او ډېرې برخې یې یخ پوښلي وي. پر گرینلنډ لمر هم کوم اغېز نه کوي؛ ځکه د دغه هېواد د ډېرو برخو هوا منفي لس وي. په ژمي کې د گرینلنډ هوا ډېر وخت تر منفي ۶۵سانتي ګراد پورې رسېږي. د دغه هېواد هوا د دوبي په تاوده وخت کې هم  له ۸سانتي گراد څخه نه لوړېږي. North Ice څېړنیز مرکز د دغه هېواد د سړوالي درجه تر منفي ۸۶پورې هم ثبت کړې ده.

۲: قزاقستان: د دوبي په موسم کې د قزاقستان هوا ۳۰سانتي گراد پورې رسېږي؛ خو په ژمي کې نامنظم سخت ورښتونه او واورې د دې لامل کېږي، چې هوا ډېره سړه کړي. د قزاقستان هوا په ژمي کې له ۲۰نه تر منفي ۳۰سانتي گراد پورې وي. د دغه هېواد پلازمېنه«استانه» کې هوا ډېره سړېږي. که تاسې د ژمي په موسم کې په استانه کې یاست او د شپې له‌خوا له خپل کوره وځئ، نو کېدای شي خپل لاسونه، گوتې او ټول بدن د سړې هوا له امله له لاسه ورکړئ.

۳: روسیه: روسیه د نړۍ تر ټولو پراخ هېواد دی. پراخه دښتې، غرونه، ځنگلونه او کنگل اوبه لري. د روسیې په دښتو کې ډېر وخت ساړه بادونه لگېږي، چې له امله یې هوا ډېره ورسره سړېږي. په روسیه کې د کال اته میاشتې واوره او ورښتونه ورېږي، چې ورسره د تودوخې درجه تر منفي ۲۷پورې رسېږي. د دوبي په سخته گرمۍ کې هم د روسیې هوا تر ۸سانتي گراد نه لوړېږي. په روسیه کې موټر چلوونکي ډېر وخت موټر نه گُل کوي؛ ځکه بیا نه چالانېږي. په روسیه کې د سړې هوا له امله زرگونه کیلومتره سیمې له انسانانو تشې دي او څوک پکې نه اوسېږي.

۴: کاناډا: د کاناډا د ټولو ښارونو هوا یوه شان نه ده؛ خو په ټوله کې کاناډا ډېره سړه ده. د دغه هېواد د ډېرو برخو هوا د ورځې هم له ۱۵سانتي گراد نه پورته کېږي؛ خو د شپې له‌خوا بیا تر منفي ۴۰پورې هم رسېږي. په سناگ او یوکون ښارونو کې د تودوخې درجه تر منفي ۶۳هم رسېږي. دغه ښارونه نه یوازې په کاناډا کې سړه هوا لري، بلکې په ټوله شمالي امریکا کې سړې سیمې هم دي. د ژمي په موسم کې د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې درنې واورې او ډېر ورښتونه کېږي او خلک مجبوره وي، چې خپلې چارې د یخ پرمخ ترسره کړي. د کاناډا خلک د ژمي په ساړه موسم کې له ډېرو داسې شیانو برخمن دي، چې په سخت یخ نه پوهېږي. کاناډا د څو سوه مېلیونو خلکو د اوسېدو ځمکه لري؛ خو د وگړو شمېر یې یوازې څو مېلیونه دی.

۵: ایسلینډ: د ایسلینډ خپله معنا د سړې ځمکې ده او له نوم څخه یې ښکاري، چې دغه هېواد ډېر سوړ دی. په ایسلینډ کې ډېر کم د تودوخې درجه صفر ته رسېږي. یعنې په دغه هېواد کې تل د تودوخې درجه منفي وي. د ایسلینډ په شمالي سیمو کې د تودوخې درجه منفي ۱۰وي، چې ساړه بادونه هم ورسره ملگري وي. د ژمي په موسم کې د دغه هېواد د تودوخې درجه تر منفي ۴۰پورې هم رسېږي. په ایسلینډ کې د وگړو د کموالي لامل ډېره یخه هوا ده.

۶: امریکا متحده ایالات: د نړۍ ځینې سړې سیمې په امریکا متحده ایالاتو کې دي. د امریکا د ډېر پرخوالي له امله یې هوا هم سره متفاوته ده. ځینې ایالاتونه یې ډېر ساړه دي او ټول کال پکې یخ وي. الاسکا یې هغه ایالت دی، چې ټول کال پکې یخ وي او د ژمي په موسم کې پکې د تودوخي درجه تر منفي ۶۲هم رسېږي. امریکا د ژمي په موسم کې ډېرې واورې، ډېر ورښتونه او سړه هوا لري، چې ډېر وخت د لېږد رالېږد وسایل له ستونزو سره مخ کوي. د امریکا سویلي ایالتونه په دوبي کې گرمه هوا لري.

۷: چین: د چین ډېرې برخې د کال په نورو وختونو کې ښه هوا لري؛ خو د ژمي په موسم کې د دغه هېواد هوا ډېره سړېږي، چې خلکو ته د زغم وړ نه وي. د چین په زیاتو برخو درنې واورې ورېږي، ورسره سخت ورښتونه او ډېر ساړه د خلکو ژوند اغېزمنوي. د چین شمالي، لویدیځې او مرکزي سیمې ډېر وخت واورو پوښلي وي او د تودوخې درجه پکې هم منفي ۱۰وي. په چین کې پخوانۍ ودانۍ د گرمولو اسانتیاوې نه لري، چې خلک یې د ژمي په موسم کې له سختو حالاتو سره لاس او گرېوان کړي وي.

۸: فنلینډ: فنلینډ د شمالي اروپايي هېوادونو له ډلې دی. له بالتیک بحیرې او اطلس اقیانوس سره نږدې والی یې د دې لامل شوی، چې هوا یې ډېره سړه شي. د ژمي په وخت کې د فنلینډ هوا تر څلورو میاشتو تر منفي ۴۵سانتي ګراد درجو پورې سړه وي. د دغه هېواد لاپلینډ سیمه بیا د سختو بادونو شاهده هم وي. د ژمي په ساړه موسم کې په سویلي فنلینډ کې یوازې شپږ یا اووه ساعته لمر لیدل کېږي، خو په شمالي سیمو کې یې بیا دوې میاشتې تیاره وي. په دوبي کې فنلینډ د ژوند تېرولو لپاره ښه ځای دی.

۹: استونیا: له استونیا سره په نږدې هېوادونو کې د دغه هېواد هوا توده ده. په دغه هېواد کې د ډېرو سړو یو لامل سخت ورښتونه دي، چې د ژمي په موسم کې یې د دغه هېواد هوا ډېره سړه کړې ده. د استونیا په سویل ختیځو سیمو کې د هوا تودوخه له منفي ۳نه تر منفي ۸ پورې رسېږي. د استونیا دوبی ډېر خوندور دی، چې د تودوخې درجه یې له ۱۵نه اوړي. که ژمی یې ډېر سوړ دی، نو دوبی یې بیا ډېر خوندور دی.

۱۰: منگولیا: دغه هېواد د روسیې او چین ترمنځ پروت دی او د بحر له سطحې ۴۹۰۰فوټه لوړ دی. منگولیا د پخواني چنگیزخان د امپراتورۍ سیمه ده، چې د افغانستان په گډون یې د گڼو اسلامي هېوادونو ثقافت له خاورو سره برابر کړی وو. د منگولیا هوا د اکټوبر څخه تر اپرېل پورې تر منفي صفر نه پورته کېږي. که څه هم دغه هېواد د بحر له سطحې ډېر لوړ پروت دی، خو بیا یې هم هوا ډېره سړه ده.