کور / تازه خبرونه / طالبان :د مکتبونو په سوزولو حکومت طالبان بدناموي

طالبان :د مکتبونو په سوزولو حکومت طالبان بدناموي

د طالبانو وياند ذبېح الله مجاهد د هغې اعلاميې په ترڅ کې ، چې  لر اوبر وېب پاڼې ته يې رالېږلې ويلي دي ، چې طالبان په هېواد کې د هرې تعليمي موسسې د له منځه وړلو سره مخالف دي . ځکه  چې زده کوونکي يې ددې هېواد بچيان دي او دوى نه غواړي ،چې د هېواد بچيان دې له زده کړو محروم شي.
نوموړي زياته کړې ده چې د ښوونيزو موسسو، سوزول ، بمونه ورغورځول او يا اخطارونه ورکول  د دوى د دښمنانو کار دى او غواړي ،چې په دې کار سره طالبان بد نام کړي . مجاهد زياته کړه ،چې  طالبانو د خپل مقاومت له پيله تر اوسه هېڅ مکتب نه دى سوزولى او نه يې کومه تعليمي موسسه له منځه وړې ده  او نه به يې له منځه يوسي . نوموړي زياته کړه ،چې  دافغانستان بچي زمونږ بچي دي او هېڅوک خپل بچى له تعليم څخه نه محروموي .
مجاهد وويل ،چې طالبانو پخوا هم څو ځل اعلاميې خپرې کړي دي ، چې دوى نه مکتبونه سوزوي او نه ښوونکيو او تعليمي کسانو ته اخطارونه ورکوي.
هغه وويل ،چې تېره ورځ ، چې د کابل – کندهار په لويه لاره  کوم کتابونه سوزول شوي و هغه  هم د افغانستان د دښمنانو لخوا تر جوړ شوي پلان لاندې کار و  خو پړه يې پر طالبانو اچول کېده ،چې طالبانو له  يادې شوې پېښې سره هېڅ اړيکې نه لرلې.