کور / تازه خبرونه / امريکايي ځواکونو افغان لوبغاړى وواژه

امريکايي ځواکونو افغان لوبغاړى وواژه

امريکايي ځواکونو د خوست ولايت  په ښار کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د افغانستان د کرکټ پخوانى اتل  رحمت ولي وژلى دى .
ائتلافي ځواکونو نوموړى هغه مهال ووژلو ،چې کله ائتلافي ځواکونه دنوموړي کور ته ننوتل او پلټنې  يې پيل کړې ، د پلټنو په ترڅ کې يې د کور ټول غړي يوې خواته کړل او  رحمت ولي يې د کور يوې خونې ته ورننوېست ، هلته يې په خونه کې بمونه کېښودل او خونه يې په بمونو والوزوله ، چې په ترڅ کې يې رحمت ولي هم په خونه کې مړ شو .
د نوموړي يو بل  ورور احمد ولي امريکايي ځواکونو له ځانه سره بندي بېولى دى او ټاکل شوې ده ، چې سبا ته به د خوست ولايت ځوانان د نوموړي د وژنې خلاف په خوست کې په مظاهره لاس پورې کړي .