کور / تازه خبرونه / د المان سرتېري د ټپونو له امله ساه وركړه

د المان سرتېري د ټپونو له امله ساه وركړه


د افغانستان په شمالي ولايت كندز كي د آيساف تر مشرۍ لاندي د المان يوه سرتېري د ژورو ټپونو له امله ساه وركړه.
د آيساف له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه كي د دغه كس د وژني پخلى سوى دئ او وايي چي نوموړى د سړك د غاړي په يوه بم چاودنه كي ژوبل سو او وروسته يې په روغتون كي ساه وركړه.
المان په افغانستان كي د دوه زره په شاوخوا كي سرتېري لري چي ډېر يې په كندز ولايت كي مېشت دي.