کور / تازه خبرونه / آيساف: په غزني ۱۲ طالبان ونيول سول

آيساف: په غزني ۱۲ طالبان ونيول سول

د آيساف له خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه كاږي چي د غزني په قره باغ ولسوالي كي يې ۱۲ وسله وال طالبان په داسي حال كي نيولي دي، چي له خپل يوه قومندان سره چي نوم يې نه دئ اخيستل سوى پټ وه.
د غزني په ولايت كي د افغان او بهرنيو ځواكونو له خوا د تندر په نامه له څو ورځو راهيسي تصفيوي عمليات روان دي چي دغه طالبان هم د دغو عملياتو په ترڅ كي نيول سوي دي.
خبرپاڼه وايي دغه طالبان د بهرنيو او افغان ځواكونو له خوا د يوه كور په زېرخانه كي وموندل سول، خو دا چي مقاومت يې كاوه وروسته يې د ځايي سپين ږيرو په منځګړتوب له جګړې څخه راوګرځول او ژوندي په لاس ورغلل.