کور / تازه خبرونه / امريکایي په بغداد او المانى په افغانستان کي ووژل سو

امريکایي په بغداد او المانى په افغانستان کي ووژل سو


د العالم ټلوېزيوني شبکې څو شېبې مخکي په خپل يو لنډ خبر کي د امريکا د پوځ په حواله خبر ورکړ چي د بغداد په شمال ختيځ کي يو امريکایی عسکر وژل سوی دئ.
همدې خبري شبکې په يوه بل خبر کي د آلماني  چارواکو له قوله ويلي دي چي د هغوی يو سرتیری د افغانستان په شمال كندز ته څېرمه سيمه کي وژل سوی او بل يې سخت ټپي سوی دئ.
تر دې مخکي د كندز د ولایت د پوليسو د قومندانۍ رئيس عبدالرحمن آقتاش پر المانیانو باندي د سړک پر غاړه د ماین د انفجار  خبر تائيد کړی وو چي له امله ئې د المانیانو يوه نقلیه وسیله ورانه سوې او دوه الماني عسکر يې زخمیان سوي وه.