کور / تازه خبرونه / دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر دولسمه اوونیزه غونډه

دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر دولسمه اوونیزه غونډه

دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر دولسمه اوونیزه غونډه


د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير دولسمه اونيزه غونډه د يو زرو درې سوه اوه اتياوم لمريز کال د وږي د مياشتې په دوهمه نيټه د استقلال ليسې په فرهنګي تالار کې د ماپښين په دوو بجو پيل شوه دغونډې ویانده  دل افروز ځيرک  و .
   په سر کې طوبا ساپۍ غونډه د تيرې اونۍ د ريپوټ په لوستلو سره پيل کړه ، دغونډې د رپوټ په اړه ډاکتر خوشحال روهي، علم ګل سحر، دل افروزځیرک، شیرین مجددي خپل نظرونه څرګند کړل.
ورپسې د میرمن بهیر په کاري مسلو خبرې وشوې ، دمیرمن بهیر دڅانګو یو شمیر مسوولینو او دمیرمن بهیر د ویبپاڼې د برخو مسولینو خپل رپوټونه وړاندې کړل.
 د غونډې په دريمه برخه کې د طوبا ندا ساپۍ د کتاب په اړه چې تازه دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر له خوا  چاپ سوی  دی او د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير لومړنۍ لاسته راوړنه ده د مخکتنې دغونډې دجوړیدو په اړه خبرې وشوې .
آغلې ساهره شریف،دل افروز ځیرک،خاطره اسحق زۍ، فریبا ظاهر،طوبا ندا او شیرین مجددي  دمخکتنې دغونډې دچمتو والي دکمیسیون دغړو په توګه وټاکلې سوې.
 دا رازلينا شريفي ، فريبا ظاهر ، دل افروز ځيرک عارفه عمر لور او عارفې بهارت ، ته دنده وسپارل شوه  چې  دکتاب په اړه مقالې وليکې  او خاطره اسحق زۍ او ماريا صديقي به د غونډې ویندویانې وي. په غونډه کې پریکړه وشوه چې د ناول سل ټوکه دناول لیکوالې او سل نور دهیواد د پلازمينې او ولايتونو دکتابتونو لپاره بیل شي  او پاتې ۸۰۰ ټوکه دې و پلورل شي .
دريمه برخه  د مشاعرې برخه وه چې دل افروز ځيرک د يوې لنډۍ په ويلو سره پيل کړه لومړی خاطرې اسحاقزۍ خپل يونوی غزل ولوست بيا مينا ادبي ټوته وړاندې کړه ، مينې منګل خپل نوی شعر ووايه ، ارزو هم خپل شعر ولوست ، فرشتې صديقي هم ديوه شعر په ويلو سره د غونډې د مشاعرې برخې ته ښکلا وربخښله ، شيرين مجددي هم خپل شعر دکلمه کړ ،زرغونې رحمتې خپل نوی غزل ولوست ، سولې نيازۍ خپل لومړنی حماسي شعر ووايه ، محب هم  خپل غزل ولوست  او په پای کې فاطمې نوري لنډی وويلې.

همدارنګه ددویمې اونۍ داوونیزې نوبتي غونډې چلونکې مينه منګل وټاکل شوه خو په دې غونډه کې وويل شول چې راتلونکې شنبې ورځ به د طوبا ساپۍ د کتاب دمخکتنې غونډه د مډيوټيک په ودانۍ کې جوړیږي  دمیرمن بهیر غړې او نورې میرمنې به په نوي ښار کې دمدینه بازار تر څنګ د میدو ټیک دفتر ته تښریف راوړي ، او د بهیر نورې راتلونکې غونډې به دتل په څیر په استقلال لیسه کې جوړیږي.
په پای کې پغمان مجله او ( په سترګو کې لیکل شوې افسانه) ناول دغونډې په ګډونوالو وویشل شول دغه راز په تیره غونډه کې دسیمه ایزو مطالعاتو مجله اوددغه مرکز نور کتابونه دمیرمن بهیر په ګډونوالو وویشل شول ، میرمن بهیر دسیمه ایزو مطالعاتو له مرکز او دپغمان مجلې له مسوول مدیر ښاغلي سمسور څخه دزړه له کومي مننه کوي. غونډه د مازديګر په څلور بجو او شلو دقيقو پايته ورسيده.
خاطره اسحاقزۍ