کور / #PTM / پاکستاني پوځیانو یو بل پښتون ځوان په وهلو شهید کړ

پاکستاني پوځیانو یو بل پښتون ځوان په وهلو شهید کړ

د شمالي وزیرستان د سپین وام دحسن خېلو کلي اوسیدونکی بخت الله چي یوه نیمه میاشت مخکي له دوبی څخه په رخصتي خپل کور ته تللی وو پنجابي پوځ د پښتنو سره د روانو ظلمونو په سلسله کي تر نیولو وروسته په وهلو وهلو کي تېره ورځ د اپریل پر ۲۹مه شهید کړ.

بخت الله پرون ۲۸ اپریل د سپین وام څخه د څو نورو کلیوالو سره د پوځ لخوا بېله هیڅ ډول دلیل څخه په زور تشدد پورته کړل سول چي نن یې د بخت الله جنازه را و ایستل او له کورنۍ یې په زور غوښتنه کوله چي ژر تر ژره یې خاورو ته وسپاري.

بخت الله د کلونو راهیسي په دوبی کي خواري مزدوري کوله او کله به په کال کي یو ځل د رخصتۍ او کورنۍ لیدلو دپاره کور کلي ته ستون سو.

د پښتون ژغورني غورځنک غړي دا جنایت د پاکستاني پوځ لخوا په وزیرستان کي د کلونو راهیسي روانو جنایتونو سلسه بولي او د پښتنو سره بشري جنايتونو، صحرايي وژنو او روان ظلم زیاتي د ژر تر ژره بندیدلو غوښتنه کوي.