کور / شعر / عارف وزیر ته د پوهاند اسمعیل یون نظم

عارف وزیر ته د پوهاند اسمعیل یون نظم

د شهید عارف افغان د شهادت په اغېز:

احتساب

هم توره، هم قلم او هم کتاب زما په لاس
مودو نه پس به کېږي انتخاب زما په لاس

ایله به پرې پوره کړمه روژې او لمونځونه
که پرېوت ابدالي غوندې پنجاب زما په لاس

عرب دي ، که عجم دي او که نور سوداګران
یو وخت به ور سره وشي حساب زما په لاس

قاضي و ، که ضیا ، که مشرف او که دا نور
خاونده ! دوی به کله کړې کباب زما په لاس ؟

چې پلې شریعت کړم د هیرا په منډایي
څه خوند کړي چې وي هلته احتساب زما په لاس

چې ګز کړم له امو نه تر اټکه خپله سیمه
یو وخت به شي ښکاره داسې طناب زما په لاس

څه خړ خړ به را ګوري وارخطا او ساه نیولي
چې سوال وشي له دوی نه او ځواب زما په لاس

چې شل ګزه پرتوګ وي او دوه غبرګې چادرۍ
سم پلی په لاهور شي دا حجاب زما په لاس

چې بلې یې لمبې شي پر ماڼیو ، د جهاد
هم دین زما په لاس هم انقلاب زما په لاس

چې زه یې کړولی یم څلوېښت کاله په اور
ای خدایه ! ورته وټاکه عذاب زما په لاس

چې خلاصه شي نړۍ د پاکستان له رزالته
خاونده پرې ور سیخ کړه سم سېلاب زما په لاس

چې ناست وي د اټک په غره شهید محمد عارف
د ده لاس کې وي توره او ګلاب زما په لاس.

۱۲/۲/۱۳۹۹