کور / #corona-crisis / څېړنه: د کورونا ناروغانو ۴۰ سلنه هیڅ نښي نښانې نه لري

څېړنه: د کورونا ناروغانو ۴۰ سلنه هیڅ نښي نښانې نه لري

ایټالیا کي د Vo نومي ښارګوټي کي شاوخوا درې زره تنه اوسیږي. ډاکټران او ساینس پوهان د دغه ځای څخه د دوو میاشتو راهیسي لابراتوار غوندي د یوې لویي څېړني کار اخلي. یو ځل یې ټوله درې زره کسان ټیسټ کړي، دوې اونۍ وروسته یې بیا ټوله ټیسټ کړي، اوس یې دوې میاشتي بعده بیا ټیسټوي. علاوه پر دې یې د ټولو په پېخر نور معایناتونه هم ور کړي دي او د ټولو DNA 🧬 یې ثبت کړې ده. د څېړني اوسنۍ تأید سوې نتیجه ښيي چي ۴۰ سلنه په کورونا اخته کسان هیڅ ډول نښي نښانې نه لري.

نړۍ تر اوسه په دې نه وه خبره. يعني لا باید هر ځای فاصله وساتو، لاسونه بیا-بیا پرېولو، ځکه کېدای سي د یو ‘روغ’ کس څخه په کورونا اخته سئ، خو ممکن ستاسو پر بدن د کورونا اغېز ډېر سخت وي.

مختار احمد احسان