کور / #corona-crisis / امریکا: د کورونا نړیوالي وبا له امله ۳۶ میلیونه کسان بې کاره دي

امریکا: د کورونا نړیوالي وبا له امله ۳۶ میلیونه کسان بې کاره دي

د نن (جمعه، ۱۵ مۍ) د فایننشل ټایمز د ګڼي د لومړی صفحې مقاله کي راغلي چي د کورونا نړیوالي وبا له شروع څخه تر اوسه په امریکا کي رسما ۳۶ اعشاریه ۶ میلیونه امریکایانو حکومت ته د بېکارۍ د معاش درخواست کړئ دئ.

د دومره زیاتو بېکارانو سره بېله شکه د ټولنیزي ناآرامۍ چانس هم ډیریږي.

په اپریل کي د امریکا د بېکارۍ کچه ۱۴،۷ سلنه وه.

اقتصادپوه مختار احمد احسان