کور / سياسي / د عارف وزیر مور: د زوی مې په خپله سیمه کې بدامني ختمول لوی ارمان وو

د عارف وزیر مور: د زوی مې په خپله سیمه کې بدامني ختمول لوی ارمان وو

 

ـــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال عارف وزیر مور کپتانې بي بي ته ښځې د غمرازۍ لپاره کور ته ورځي خو هغه وایي د ځوان زوی په مرګ خفه نه ده ځکه چې وایي هغه په کومه داسې پیښه کې نه دی وژل شوی چې سترګې یې پرې ټیټې وي نه یې خلک وژلي نه یې بل داسې بد کار کړی خو د وطن او قام په ابادۍ او ژغورلو وژل شوی او که دغسې یې دا دوه نور زامن مړه شي غم یې نه کوي.
عارف د مور درېیم اولاد دی خو د کورنۍ اتلسم غړی وو چې و وژل شو. کپتانه بي بي- چې په تن کمزورې ده- وايي تر دې وړاندې یې خاوند اسدالله او دوه مشران زامن ابراهیم او اسحاق هم وژل شوي خو د عارف غم بیا ډېر دروند دی ځکه چې وایي هغه یې د حجرې ا جرګې زوی وو.
له عارف وزیر نه شپږ اولادونه (ملاله، احمد، حسنه، افغانه، اباسین او هیلمند) او له ابراهیم نه دوه یتیمان او دوې کونډې پاتې شوې، خو اسحاق واده نه لرلو. کپتانه بي بي زیاتوي عارف ته د وړاندې نه پته وه چې وژل کېږي، وایي کله چې هغه له کابله راغی نو اکثر به یې په کور کې وروڼو ته ویل چې “که زه نه وم بیا دا کور په خپله سنبال کړئ”.
عارف د افغان ولسمشر اشرف غني د صدارت د لوړې مراسمو ته کابل ته تللی وو او له را ستنېدو وروسته د مارچ په ۳۰مه د هغه خلاف د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې پولیسو د ترهګرۍ او بغاوت د مادو لاندې مقدمه درج کړې وه چې پکې په افغانستان کې د ریاست او ریاستي ادارو په ضد د خبرې تور پرې لګېدلی وو.
د واڼه د پولیسو افسر عثمان وزیر وایي کله چې یې عارف له مقدمې خبر کړ نو هغه خپله تاڼې ته ورغی او ګرفتاري یې ورکړه. عارف تر څه کم یوې میاشتې بند وروسته د اپریل په 27م له زندانه په ضمانت خوشی کړل شو.
مور یې وایي عارف په هغه ورځ له زندانه نېغ په نېغ کور ته ورغی، وایي هغه وخت یې زړه کې اندیښنه پیدا شوه چې عارف نور نه پاته کېږي، ځکه پخوا به چې له زاندانه خوشی شو نو کور ته له ورتلو وړاندې به چې په سیمه کې د چا غم ښادي شوې وه هغه به یې پر ځای کولې.
هغه وایي په هماغه ماښام یې خپل واړه ماشومان هلمند او افغانه په غېږ کې نیولي وو او خپل کشر ورور اسماعیل ته یې وویل چې هلمند لا وړوکی دی خو ډېره سخته درباندې را روانه ده، تکړه شه ورته اوس به د کور ټوله ذمه داري ستا په سر وي، وایي اسماعیل خفه شو او هغه ځای یې پرېښود.
د عارف ورور اسماعیل وایي، دی هغه وخت بېخي وارخطا شو ځکه چې وایي دوی کومه شخصي دوښمني نه لري او د مشر ورور له خولې یې دا ټکی د زغملو نه وو .اسماعیل دا مهال د پنجاب په بهاوالدین زکریا پوهنتون کې د انجنېرینګ زدکړې کوي، هغه وايي:
“د کابل له سفره وروسته به ده هره ورځ داسې خبرې کولې خو‌ په دې ورځ یې زه باقاعده ور وغوښتم چې زه د جېل نه راخلاص شوم خو د مرګ نه نه خلاصېږم”.
کپتانه بي بي وایي د وروستۍ لنډې مودې نه ورته دا اندېښنه زیاته وه چې عارف به له کوره ووت نو دا ویره به ورسره وه چې وژل کېږي او بیا هم هغسې وشول. هغه وایي:
“د کور نه بهر زیات نه وتلو او په دغه وخت هم دې کور سره خوا کې دوکان ته لاړو چې هلته مو د کورنۍ ټول کسان ناست وه”.
هغه وایي کله چې ورباندې ډزې وشوې نو دې ته وویل شول چې عارف برسېرن لګېدلی خو د دې پوره یقین وو ځکه چې وایي “د عارف دوښمن د وطن او ولس دوښمن وو، هغه ته عارف لوی خنډ وو نو ممکنه نه وه چې عارف ترې پاتې شوی وای”.
کپتانه بي بي وایي عارف لا درویشت کلن وو چې پلار او ورور یې ابرهیم، تره د علي وزیر پلار میرزالم خان او ورور طارق او یو بل تره فیروز په یو ځای و وژل شول او تر هغه پینځه میاشتې وروسته یې بل ورور اسحاق و وژل شو. وایي هغه مهال علي وزیر هم په زانذان کې بندي وو نو په وړوکوالي کې د کور او سیمې مشرتابه د عارف په سر راغله او زیات وخت به د سیمې په مقامي جرګو مرکو بوخت وو.
“همدا وجه وه چې په کور کې به ډېر کم و او چې کله دا منظور او ملګري سره یو ځای شول نو بیا خو زیات زنداني وو، خو کله به چې په کور کې وو نو ماشومانو ته به یې په تعلیم ټینګار کاوه او په سیمه کې بدامني ختمول یې لوی ارمان وو”.
هغه وایي عارف یو ساده انسان وه او کله به چې په کور کې وو نو ټول کور به یې د ده په خوندورو خبرو په خندا وو.
هغې د خپل خسر جلات خان نوم واخیست چې وایي د هغه د امن او د وطن د ابادۍ ارمان به پوره شي خو د عارف وزیر په څېر تنکي ځوانان به پکې نه وي. وایي دا خبره ځکه کوي چې پخوا به د دوی د کورنۍ څوک و وژل شول نو له ویرې به یې څوک جنازې ته نه ورتلل خو د عارف وزیر په جنازه کې زرګونه خلک وو او بیا تر هغه وروسته غمرازۍ ته ورتلل، اوس د دوی د کورنۍ د امن او ابادۍ ارمان پوره کېږي.
په عارف وزیر د روانې مې میاشتې په ړومبۍ نېټه په واڼه کې خپل کور ته نیژدې وسلوال برید شوی وه، چې تر سختو ټپونو وروسته یې د مې په ۲مه د اسلام اباد په پیمز روغتون کې ساه ورکړې وه. د دې پیښې مقدمه د نامعلومه کسانو په ضد درج شوې خو لا یې د وژنې په تور څوک نه دي نیول شوي.
د عارف وزیر د تره زوی او د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر ویلي وو، چې د وسلوالو تر شا د پاکستان د پوځ لاس دی خو د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر انسپکټر جنرل رانا ثناالله څو ورځې وړاندې له یو شخصي ټیلیویژن سره په مرکه کې ویلي وو “دا خلک افغانستان ته تللي وو او هلته یې له یو شخصي ټیلیویژن سره څه خبرې کړې وې د هغې به څه غبرګون وي”.