کور / رسنۍ / د زده کوونکو لپاره ۵ غوره آنلاین دندې! – لومړی برخه

د زده کوونکو لپاره ۵ غوره آنلاین دندې! – لومړی برخه

ژباړه: عزت الله ذکي

نن ورځ ډېری زده کوونکي د بېلابېلو دلایلو له مخي د زده کړي ترڅنګ د نیم وخته دندو په لټه کي وي.

د پوهنتون ترڅنګ نیم وخت دنده لرل ډېره خوښونکې وي، ځکه چي یو خو د پیسو ګټل کولای سي، تحصیلي لګښتونه مو پوره کړي او دغه راز د نورو مالي ستونزو په اړه مو هم آندېښنې راکمي کړي؛ دوهم دا چي خپله تحصیلي دوره په ښه آرامۍ او زده کړي سره بشپړولای سو، ترڅو تر فراغت وروسته تجربه ترلاسه کړو.

نننۍ ټيکنالوژۍ يوشمېر داسي پرمختګونه رامنځ ته کړل، ترڅو د زده کوونکو لپاره ډېری آنلاین دندې رامنځ ته سي او زده کوونکي وکولای سي د دوی په کورونو، لیلیو، آپارتمانونو یاهم بل چیري چي آرام وي؛ زده کړه وکړي، چي دا د ټولو زده کوونکو لپاره ډېر ښه اختیار دی.

په دودیزو دندو کي وخت او اداره کي شتون مهم دی او خلک باید د خپل کاري ساعتونو وخت پیل کړي، مګر په آزادو دندو کي د انعطاف کولو عالي معامله شتون لري او خلک یې په هر وخت او ځای کي کولای سي.

ددغو ۱۰ دندو سربېره د آزاد کار کولو سره تر ډېره حده خپلي تعلیمي او تحصیلي آړتیاوي هم پوره کولای سئ؛ آن دا دندې په خپلو ټولګیو کي هم ترسره کولای سئ. د آنلاین دندو په غوره کولو سره ښايي تاسي ښه ژوند ولرئ، دلته مو د آنلاین دندو يو بېلګه ييز لیست چمتو کړی، چي د ټولو درنو لوستونکو په ځانګړي ډول زده کوونکو لپاره ګټور تمامېدای سي.

۱:- آنلاین ښوونکی:

آیا تاسي په خپله سیمه کي له آکاډمیکي پلوه غوره یاست؟ آیا تاسي د ښووني او روزني ځواک لرئ؟ ډېری زده کوونکي بې کاره دي او خصوصي تعلیم ته آړتیا لري. ځیني ​​زده کوونکي په ریاضي او انګلیسي کي ضعیف دي او مجربو ښوونکو ته آړتیا لري. تاسي کولای سئ پرلیکه تدریس وکړئ او د ښوونکي په توګه له ویب کامرې او سکایپ څخه په ګټه اخیستني انلاین تدریس وکړئ. آړتیا نه لرئ، یو له هغو کسانو څخه اوسئ، چي حتماً باید په پوهنتون کي زده کړه وکړئ، مګر کولای سئ په مختلفو ښارونو حتی هیوادونو کي زده کونکي ته ښوونه وکړئ. یو شمېر آنلاین ویب پاڼي شتون لري، چي ستاسو سره به د ښوونکي په توګه په دنده موندلو کي مرسته وکړي، مګر تاسي پخپله هم کولای سئ. یوازي یوه ویب پاڼه جوړه کړئ او د خپلو خدماتو پراخوالی پیل کړئ. که ښه ښوونکی یاست او کولای سئ د ستونزمن مضمون سره زده کوونکو ته تدریس وکړئ، نو ستاسي کار به وده وکړي او د نورو په پرتله به حتی ډېر زده کوونکي هم ولرئ. آړتیا نه لرئ چي د انلاین تدریس ورکولو لپاره په ځانګړي ځای کي واوسئ، مګر کولای سئ هرچیري چي خپل ټولګی ولرئ.

۲. پرليکه محتوا لیکوال:

نن ورځ ټولنیزو شبکو د پام وړ پرمختګ کړی او د سوداګرۍ مخ یې بدل کړی. د وخت په تېرېدو سره، سازمانونه، شرکتونه او ادارات په دې پوهېدلي، چي ټولنيزي رسنۍ: يوټیوب، فېسبوک، ټویټر، انسټاګرم … د پېرودونکو د ودي او وفادارو آړیکو جوړولو لپاره حیاتي دي، مګر ځیني شرکتونه نه پوهېږي، چي دا څنګه ترسره کړي؟ د سوداګريزو اعلاناتو، بروشرونو او پوسټونو په تنظيم کولو يې پيل کړئ، هڅه وکړئ، خپل معلوماتو ته وده ورکړئ او هغه د خپلو پېرودونکو د ګټي اخيستني وړ وګرځوئ. البته، په ۴ کلونو کي د زده کونکي په توګه تاسو پوهېږئ، چي څنګه د ټولنیزو شبکو سره کار وکړئ. تاسو کولی سئ، د ټولنیزو رسنیو د بازارموندونکي او لیکوال په توګه هم کار وکړئ، په ټولنیزو شبکو کي پوسټ کولو او پر هغوی باندي د اعلاناتو ورکولو له لاري تاسو کولی سئ خپلي کوچني کاروبار ته وده ورکړئ.

۳:- آنلاین بازار موندونکی:

نن ورځ، د نړۍ ډېری نفوس نارينه او ښځينه ټولنیزي رسنۍ کاروي، نو که ستاسو د پېرودونکو شمېر زيات وي، کولی سئ، ددې ټولنیزو شبکو څخه په کافي اندازه عوايد په لاس راوړئ. د ټولنیزو شبکو مدیر او بازار موندونکي دندو کي صنفونه شتون لري، چي زده کوونکو ته ګټور معلومات چمتو کوي، په دې ټولګیو کي د شمولیت هڅه وکړئ او خپل معلومات تازه کړئ. دغه راز ډیجیټل بازار موندنه د پلور ډېروالي لپاره ډېری عملي لاري لري. په هرصورت، دا مهم دي، چي تاسو پوه سئ، چي څنګه د ډیجیټل بازار موندني تاکتیکونه ستاسو د سوداګرۍ سره مرسته کولی سي. د ټولنیزو رسنیو مدیریت او بازار موندنه يوازي د معلوماتو نويو کولو لپاره نه دي، بلکي ستاسو د لیدونکو سره د ښکېل کولو او دې پروسې ته د ودي ورکولو لپاره آساسي تګلاري دي.

۴:- پرليکه څېړونکی:

آنلاین څېړونکي د کاروباري مالکینو سره د دوی د ګمارونکي ډلي د ځوابونو او توضیحاتو په لټولو کي مرسته کوي. ډېری وړيا ویب پاڼي شتون لري، چي خلک خپل څېړنیز محصولات پکي ږدي او څېړونکي هغه موضوعات په آنلاين ډول ورته څېړي. په دې برخه کي د لټون غوره مهارتونه او د کیفیت لرونکي مینځپانګي موندلو وړتیا لازمي ده او په يوشمېر برخو کي تجربه په ځانګړي ډول په سوداګرۍ او اقتصادي کي عمومي پوهي ته ښه راغلاست آړین دی.

۵:- آنلاین ژباړن:

ځیني آنلاین د ژباړي غوره دندې د هغو خلکو لپاره عالي دي، چي په ټولو ژبو کي رواني وي؛ بالخصوص هغه ژباړونکي، چي د ګڼو ژبو د ژباړي مهارت لري. په دې دنده کي د سند ژباړل، د فلم ژباړه، د مختلفو ژبو تشرېح، چاپ او داسي نور شامل دي. تاسو کولی سئ، په مختلفو میتودونو کي په ښه، مجازي او واقعي ډول د ښه عاید ترلاسه کولو او غوره ژباړي کولو لپاره يوازي خپل ځاني مهارتونه وکاروئ. ترټولو غوره داده، چي په دې برخه کي تاسي لغات په لغات ترجمه مه کوئ او که غواړئ کیفیت لرونکې مینځپانګه چمتو کړئ، نو يوازي جمله په جمله ژباړه وکړئ، ترڅو مطلب مو په مفهومي ډول له يوې ژبي بلي ته وژباړل سي.