کور / هراړخیز / د زده کوونکو لپاره ۵ غوره آنلاین دندې! – دوهمه برخه

د زده کوونکو لپاره ۵ غوره آنلاین دندې! – دوهمه برخه

ژباړه: عزت الله ذکي

۶:- آنلاین سافټویر انجینر:

سافټوير جوړونه په نړۍ کي یوه له غوره دندو څخه ده.

سافټویر انجینرينګ او د سافټویر جوړوني مدیریت د سافټویر انجینرۍ له پروسو څخه دي.

سافټویر انجنیر په واقعیت کي د کمپیوټر برنامه ګڼل کيږي؛ په دې مفهوم، هغه څوک چي کمپيوټر ته خپروني جوړوي.

د سافټویر انجینرۍ برخي عموماً له پیل څخه تر پای پوري بېلابېلي کچي لري.

د سافټویر انجنیر اصلي دنده کوډ کول دي او ښايي کوډینګ د ریاضي په څېر فضا ولري.

دغه راز د پروګرام انجنیر عملي کار کوډ کول او د کوډونو د لړۍ لیکل دي، مګر د يوشمېر سافټویر انجینرانو په ذهن کي، د ډیاګرامونو، آړیکو او تحلیلونو لړۍ شتون لري، چي دا په نهایت کي د کمپيوټري سافټویر تولید ته لاره هواروي.

ددې برخي زیات ماهرین خپل عواید له آنلاین لاري ترلاسه کوي؛ په ځانګړي ډول هغه سافټویر ماهرین، چي د ریاضیاتو سره علاقه لري، ځکه دوی په کوډ کولو ډېر آسانه او ژر بریالي کيږي.

۷:- پرليکه ويب پلورونکی/رانیونکی:

اوومه آنلاین دنده د ویب پاڼو رانیول/خرڅول دي.

ددې آساني آنلاین سوداګريزي دندې سره تاسو کولی سئ، ويب نومونه او ويب قالبونه وپلورئ/رانیسئ.

ددغي دندې ترسره کولو لپاره د www.fiverr.com ترڅنګ ګڼي نوري قراردادي ويب پاڼي هم شتون لري، چي خلک پکي په آزاد ډول د ویب پاڼو قالبونه او ځيني نور ليکنيز محتوايات په قرارداد نیسي او په ټاکلي وخت کي يې چمتو کوي.

د ویب ماهرانو لپاره بله ګټوره آنلاین دنده د ورڈپریس سایټونو لپاره قالبونه او پلگنونه ډیزاین کول دي.

که تاسو د ویب برنامه ليکلو د ژبو سره آشنا یاست، نو کولی سئ د «ورڈپریس» قالبونو او پلگنونو په ډیزاین کولو سره په آسانۍ زيات عاید په لاس راوړئ.

البته، باید وویل سي، چي دا آنلاین انټرنیټي دنده يوازي په انټرنيټي جال کي په پانګوني سره ترسره کېدلی سي.

۸:- پرلیکه پېرونکی/پلورونکی:

د آنلاین پیسو ګټلو بله لاره د پېر/پلور همکاري یا د وابسته بازار موندني سیسټم سره آنلاین سوداګرۍ پیل کول دي.

ددې لاري څخه د عاید لاسته راوړلو لپاره، تاسو د نورو خلکو د محصولاتو په پلورلو/رانیولو سره پیسې ګټئ.

دا مهال د نړۍ ترټولو لویه او لومړی آنلاین پلورنځي «آمازون» ده، Ebay دوهمه او Walmart په درېیمه درجه کي قرار لري.

د پېر/پلور د مرسته کوونکي سیسټم د تنظیم بله غوره لاره د خپلي سوداګریزي ويب پاڼي ښه تنظیم کول او د سایټ دننه د خرڅ لپاره پر ټاکلو ځایونو د محصولاتو ایښودل دي.

آيا آصلي موخه مو د پېر/پلور له مرسته کوونکو سیسټمونو څخه پیسې ګټل دي او غواړئ، چي د خپلو محصولاتو په پلورلو سره زیاتي پیسې وګټئ؟

نو باید خپله پلورنځي د يوشمېر نورو مهمو تجارتي ویب پاڼو د پلور مرسته کوونکي برخي سره ثبت کړئ؛ ترڅو هغوی هم تاسو ته په انټرنیټ کي د خپلو محصولاتو د پلورلو لپاره لنډلاري لینکونه درکړي.

۹:- آنلاین ويډیو ډيزاينر:

په انټرنيټي فضاء کي د ویډیو کتنه او مصرف مخ په ډېرېدو دي، چي دا د فلم جوړونکو لپاره د دندو د زیاتوالي لامل سوی دی.

دا آنلاین دنده هم تر ډېره ستاسو سره د عاید په زیاتېدو کي لازمه مرسته کوي.

د يوټيوب ترڅنګ ګڼي نوري ویب پاڼي هم موجودي دي، چي ستاسو ویډیو محتوایات رانیسي؛ په هغو کي اعلانات خپروي او له دې لاري راټول سوي عایدات يې ۵۵ سلنه تاسو ته خپله درکوي او ۴۵ سلنه يې شبکې ګرځوي.

ښايي د عوایدو پورتنی کچه په ځينو ویب پاڼو کي تفاوت ولري، خو زیاتره ویډیويي محتوایات له ټاکلي آندازې ډېر عایدات په لاس راوړي، ځکه نن ورځ ویډیويي محتوایات د ليکنیزو مینځپانګو په پرتله زیات کتوونکي لري.

د ویډیوګانو جوړولو لپاره تاسي ډېر سخت کار ته آړتیا نه لرئ؛ ګڼ شمېر ویډیو سافټویرونه او آنلاین ویب پاڼي په دې برخه کي ستاسي سره کافي مرسته کوي؛ ترڅو ښه ویډیو جوړه کړئ او زیات عاید په لاس راوړئ.

۱۰:- پرلیکه ګرافيک ډيزاينر:

ګرافیکي طراحي هم يوه له آنلاین مهمو دندو څخه شمېرل کيږي؛ که تاسو د هغو زده کوونکو څخه یو یاست، چي د ډیزاین/طرحې سره علاقه لري، نو کولی سئ، د ګرافیک ډیزاین لپاره د کارېدونکو سافټویرونو سره د ښه کار فرصتونه رامنځ ته کړئ.

تاسو کولی سئ د لوست ترڅنګ آنلاین دنده هم ولرئ، ځکه چي په دې برخه کي ستاسو کار لېري دی او کاري ساعتونه مو انعطاف منونکي دي.

په دې برخه کي ستاسو عاید په هغه شرکت پوري تړاو لري، چي تاسو ورسره تړون لاسلیک کړی دی، چي دا کولی سي، ورځ په ورځ ستاسو آنلاین عاید ډېر کړي.