کور / هراړخیز / د نړۍ ۵ ښکلي سیلاني ځایونه!

د نړۍ ۵ ښکلي سیلاني ځایونه!

ژباړه: عزت الله ذکي

لکه څنګه چي د الله تعالی قدرت او حکمت ستر دی؛ همداسي يې دا نړۍ هم ډېره ښکلې او له رنګونو ډکه پيداکړې ده.

دا نړۍ ستاسو د سترګو په وړاندي صدف دی؛ هغه آرزښتمن صدف چي په خپل ځان کي په زرهاو ښکلي ځایونه لري.

ښایي تاسي هم د موقع په ترلاسه کولو دا خوښوئ، چي له يوې سيمي بلي ته سیاحت وکړئ او له طبیعت څخه خوند واخلئ.

لاندیني جدول کي به د نړۍ د پنځو هغو ښکلو سیلاني ځایونه سره آشنا سئ، چي ښايي په لیدلو يې ستاسو د سترګو آنځور هم ښکلی سي.

۱:- کوینزلینډ، آسټرالیا:

دا جزیره د آسټرالیا په شمال ختیځ کي د کوینزلینډ ساحل ته څېرمه په ۲۳۰۰ کیلومترۍ کي پرته ده.

په دغه دریابي تپه کي د موقتي کورونو شمېر ډېر محدود دی؛ سیلانیان د لنډ وخت لپاره ورته راځي او هڅه کوي، چي دلته لنډمهاله د اوسېدو ځایونه جوړ کړي.

دا جزیره د نړۍ حيرانونکې او لویه جزیره بلل سوې ده او مځکه پېژندونکو تراوسه ددې جزیرې شاوخوا ۶۰۰ ډوله شفاف او غیرشفاف مرجان موندلي دي.

۲:- کوسټاریکا، آمریکا:

کوسټاریکا د طبیعي او زړه راښکونکو مناظرو سره_سره د پراخو ځنګلونو، په زړه پوري ساحلونو او اور غورځونکو آتش فشانونو څخه ډک هیواد دی.

دا هیواد په منځنۍ آمریکا کي پروت دی؛ ټولټال ۴۹۹۹ تنه وګړي لري او د سیاحت لپاره د نړیوالو سېلانیانو آصلي تمځای ګرځېدلی دی.

دلته د سېلانیانو او آنځورګرانو فعالیتونه نه ختمېدونکي دي؛ ځکه هره خوا يې د اوبو لویو او حیرانونکو آبشارونو او ښکلو طبیعي مناظرو نیولې ده.

۳:- مچو پچو، آمریکا:

ښايي نوم ته يې حیران سوي یاست؛ خو همداسي حیرانونکی ښار هم دی.

مچو پچو د لاتیني آمریکا له مهمو ښارونو څخه دی او دې ښار ته د ډبرین ښار لقب هم ورکړل سوی، ځکه چي تر ډېره په غرونو کي جوړی سوی دی.

ټولټال ۴۰۰زره تنه نفوس لري او په غرونو کي جوړښت او پخوانیو معماریو دې ښار ته ځانګړې ښکلا ورکړې ده.

۴:- پوکت، تایلینډ:

پوکت د ټايلینډ هیواد یو له ښکلو درو او ډېرو سیلانیانو لرونکو ولایتونو څخه دی.

پوکت ځکه زیات نړیوال سیلانیان لري، چي آرام چاپېریال او غوره سیندیزه ساحلي سیمه لري.

ددې ولایت ډېره برخه کوچنیو غرنیزو درو او سیندونو نیولې ده او اوسېدونکي يې هم ځانګړی کلتور لري.

۵:- ټاهیټي، فرانسه:

ټاهیټي د فرانسې ترټولو لوی پولیسي ټاپو ګروپ دی، چي د آرام سمندرګي په ټولنیزو ټاپوګانو کي موقعیت لري.

دا زړه راښکونکی ټاپو په ۱۰۴۳ کیلومتره مربع مځکه کي جوړ سوی او د وګړو شمېر يې ۱۹۰زره تنو ته رسیږي.

دا جزیره په ۱۸۸۰م کال کي د فرانسې لخوا په رسمیت وپېژندل سوه او اوسېدونکي يې د فرانسې قانوني اتباع وګڼل سول.