کور / #corona-crisis / اقتصاد: بریتانیا کي ۲ اعشاریه ۱ میلیونه کسان بې کاره سوي دي

اقتصاد: بریتانیا کي ۲ اعشاریه ۱ میلیونه کسان بې کاره سوي دي

د امریکا او زیات شمېر نورو هیوادونو ترڅنګ بریتانیا کي هم د بېکارۍ کچه خورا په چټکي لوړيږي. د روان کال د مارچ او اپریل ترمنځ د بېکارۍ په کچه کي ۶۹ سلنه ډېرښت راغلئ دئ چي شاوخوا ۲ اعشاریه ۱ میلیونه کسان کیږي. دا هغه څوک دي چي د بېکارۍ معاش ته یې درخواست کړئ دئ.

دومره زیاتوالی د ۱۹۷۱ زېږدیز کال راهیسي نه دئ رامنځته سوئ.
انځور کي ګراف د فایننشل ټایمز د نن د ګڼي څخه را اخیستل سوئ دئ.

مختار احمد احسان