کور / #corona-crisis / نړۍ کي د کورونا ناروغان او بیرته عادي حالت ته تګ

نړۍ کي د کورونا ناروغان او بیرته عادي حالت ته تګ

اقتصادپوه مختار احمد احسان

هند، روسیه، برازیل، مېکسیکو، اندونیزیا او جنوبي افریقا د نړۍ د نفوس تر څلورمي برخي زیات نفوس تشکیلوي. پر دوی فشار ډېر دئ چي بیرته د قرنطین قوانین ایسته کړي او د نرمښت خوا ته ولاړ سي، ځکه د چین تر څنګ دغه هیوادونه هم ټوله نړۍ ته بېلابیل اړین مواد صادروي.

د نرمښت خوا ته تګ په داسي حالت کي کیږي چي اوس هم د کورونا ناروغان ډېر ټیټ سوي نه دي، فقط زیاتیږي نه او ډېر ورو ورو د ټیټېدو خوا ته روان دي.