کور / #corona-crisis / په کور کي کار کول نوې راتلونکې ده

په کور کي کار کول نوې راتلونکې ده

اقتصاد پوه مختار احمد احسان

د فېس بوک مشر مارک زوکربېرګ په یوه مرکه کي ویلي چي غواړي د خپلو کارکوونکو د نیمايي کسانو لپاره په دایمي توګه په کور کي د کار کولو زمینه مساعده کړي؛ یعني که واکسین جوړ سي او که جوړ نه سي. د روان کال په مارچ کي د فېس بوک د کارکوونکو شمېر ۴۸ زره کسان وو.

وايي ځیني کارونه لکه د فېس بوک چلول که په کور کي وسي، نو یې تر دفتر کیفیت نه خرابیږي، خو دا په ایمرجنسي حالاتو کي لا ښه وي، ځکه کارکوونکي په اساني په بل موقعیت کي کار کولای سي. د #کورونا وایرس نړیوالي وبا له امله ممکن د اکثریت کارونو د موقعیت په بڼه کي په دایمي ډول تغیر راسي.

تاوان یې د ورځنیو ټولنیزو اړیکو کمېدل دي.