کور / سياسي / احمد شاه بابا: افغان ملت جوړونکی د بهرنيانو په نظر کې

احمد شاه بابا: افغان ملت جوړونکی د بهرنيانو په نظر کې

ليکنه: احمد شاه اعظمي

د ۲۰۲۰م کال د جون پر درېيمه (د ۱۳۹۹م د غبرګولي پر ۱۴مه) د اوسنيافغانستان د بنسټګر او ملت جوړونکي احمد شاه بابا ۲۴۸م تلين (د وفات ورځ) دی. هغه په ۱۷۲۲م کال کې د هرات د حکمران، زمان خان ابدالي، او مېرمن زرغونې په کور [هرات] کې وزېږېدی. د فارس نادر شاه افشار چې کله په ۱۷۳۰مو کلنو کې په هرات کې د ابداليانو او بيا په کندهار کې د هوتکو حکمراني ړنګه کړه، نو په دغو جنګونو کي يوشمېر پښتنو مشرانو ته يې مرګ ژوبله ورواړوله. خو بيا هم د دغو داوړو قبيلو له پاتې مشرانو سره جوړه وشوهاو هغه يې پخپل لښکر کې وګمارل. دا ډول له نادر شاه سره زرګونه افغانان ملګري شول، چې ځينو يې په خپله پوځي او انتظامي وړتيا ښودلو سره د ده پام ځانته واړوی.

د فارس سلطنت پاچا نادر شاه افشار په ۱۷۴۱م کال کې ۱۹ کلن احمد خان ابدالي خپل همرکاب وټاکه او په يو شمېر جنګي سفرونو کې د هغه له ځيرکتيا او جنګي مهارتونو ډېر متاثر شو. هغه به ویل چې د احمد خان په شان بل ځيرک او نيک اخلاق سړی يې په ټول ايران او توران کې نه دی ليدلی. کله چېد ۱۷۴۷م کال په جون مياشت کې له مشهده ۱۲۰ کلوميټره ليرې په فتح اباد قوچان کې نادرشاه د خپلو يوشمېر درباريانو لخوا د شپې مهال ووژل شو، نو احمد خان ابدالي د خپلو افغان او ازبک عسکرو په مرسته د هغه د کورنۍ غړي د ياغي لښکريانو له شورش څخه وژغورل. له دې وروسته احمد خان او نور افغانان له خراسانه کندهار ته راستانه شول چې ځان ته خپله پاچاهي جوړه کړي.

د همدې کال (۱۷۴۷م) په جولای مياشت کې د بېلا بېلو افغان قبيلو مشرانو د کندهار په شير سرخ بابا زيارت کې اته ورځې ملي جرګه وکړه خو ونه توانېدل چې په متفقه توګه د افغانانو لپاره له خپل منځه يو پاچا وټاکي. وروسته د جرګې پر نهمه ورځ صوفي دروېش، صابر شاه، پر احمد خان لاس کښېښودی او ويې ويل چې خدای پاک احمد خان په تاسو ټولو کې ستر او شريف پیدا کړی دی او په ده کې د رهبرۍ جوهر شته. له دې وينا سره سم هغه له نږدې کروندې څخه د غنمو وږي راواخيستل او د احمد خان په لنګوټه کې يې د تاج په توګه وټومبل او وې ويل چې دا ستا تاج شو. د جرګې نورو غړو د احمد خان ابدالي کورني شاليد، د هغه وړتيا او پوهې او همدا ډول د دروېش صابرشاه نظر په پام کي نيولو سره، هغه ته د افغانانو د مشرتابه مسوليت وسپاری. دا ډول احمد خان ابدالي په ۲۵ کلنۍ کې د احمد شاهدراني په نامه د افغانانو رهبري پر غاړه واخيسته.

د احمد شاه بابا په پاچهۍ کې د افغانانو قوت او قدرت په ډېرې چټکۍ سره پراخ شو. په ډېر لږ وخت کې د هغه د فتوحاتو نغارې تر ليرې ولاړې او هغه د يوه لوی فاتح په حيث راڅرګند او وپېژندل شو. د هغه د واک دايره يا غلبه د ايران له لوېديځه نيولې بيا د هندوستان تر سرهنده او له امو سينده نيولې بيا تر بحرِهنده غځېدلې وه.

احمد شاه بابا افغانان پر يو مرکز راغونډ کړل او د هغوی تر منځ يې ولسي او ملي تګلاره خپله کړه. هغه د بېلا بېلو قبيلو خانان او مشران متحد کړل. دا ډول يې افغانان يو خوا د پرديو له ستمه وژغورل او بلخوا يې د خپل واکڅښتنان کړل. د سيمې د نورو پاچاهانو د دود او دستور برخلاف احمد شاه بابا د طبيعت د سادګۍ او بزرګۍ او له خپل ولس سره د نزدېکت له امله تاج او تخت نه درلود.

احمد شاه بابا د يو غوره منتظم په حيث داخلي تشکيلات سم کړه او عسکري، اداري، علمي او مدني اصلاحات او جوړښتونه يې رامنځ ته کړه. بلخوا د ده په عصر کې يو شمېر ويالې او کارېزونه هم وکښل شول. د کندهار اوسنی ښار او د خپل سلطنت پايتخت يې پر نوې نقشه جوړ کړ چې د نادرشاه لخوا وران شوی و. پر دې سربېره يې د خپلې پاچاهۍ يو شمېر نور ښارونه هم جوړ کړل.

د نړۍ تاريخ ته که وکتل شي نو ډېر لږ داسې مشران شته چې پر خپل ولس سربېره د پرديو لخوا هم ستايل شوي وي. خو احمد شاه بابا يو له هغو مشرانو دی چې ګڼو بهرنيانو يې د رهبرۍ، واک، نظم، کړو وړو او خوی و خصلت پراخې ستاينې کړې دي. که څه هم په يوه ليکنه يا مضمون کې د ټولو راغونډول ګران کار دی خو بيا هم په دې ليکنه کې د نوموړي په اړه د ځېنو نامتو مستشرقينو او يوه هندوستاني ليکوال پر نظر بسنه شوې ده.

د بريتانيې پخواني چارواکي او تاريخپوه ماونټسټوارټ ايلفينسټن (۱۷۷۹م پيدا ۱۸۵۹م مړ) له ۱۷۹۵م څخه تر ۱۸۲۷م کال پورې په هندوستان او افغانستان کې د انګرېزانو لخوا پر بېلا بېلو چوکيو کار کړی و. هغه په هندوستان کې د څو کلونو له ماموريت تر سره کولو او د احمد شاه بابا له مړينې ۳۵ کاله وروسته په ۱۸۰۸م کال کې په کابل کې د انګرېزانو لومړی استازی وټاکل شو. له هغه وروسته نوموړی د هندوستان په بمبيي کې له ۱۸۱۹م څخه تر ۱۸۲۷م کال پورې ګورنر پاتې شو.

ايلفينسټن په ۱۸۱۵م کال کې په لندن کې د An Account of the Kingdom of Caubul and Its Dependencies in Persia, Tartary and India په نوم کتاب چې “د کابل سلطنت” هم ورته ويلای شو، چاپ کړ. نوموړی د خپل کتاب پر ۵۵۷م مخ د احمد شاه بابا په اړه ليکي:

“د احمدشاه خوی و خصلت له هغو شرايطو سره ډېر سمون خواړه چې ده ژوند پکې کاوه. د ده خپل رعيت او هغه هېوادونه چې ده جنګونه يا ايتلافونه ورسره کړي، ټول يې زړورتيا او نظامي فعاليت ستايي. داسې ښکاري چې زړه سوی او نرمي د هغه په خټه اخښل شوي وو. که څه هم د پاچاهي واک لاس ته راوړل او په اسيا کې د هغه ساتل بې ظلمه ممکن نه دي خو بيا هم د احمد شاه پر لمن د ظلم او بې عدالتۍ داغونه تر بل هر شرقي پاچا لږ دي.

ايلفينسټن پر مخ ليکي، “د احمدشاه شخصي خوی و خصلت خندنی او له مينې او عاطفې ډک و. دی د ښه طبيعت څښتن و. نوموړي په رسمي ځايونو کې خپل وقار او برم په ښه توګه ساته خو په غېر رسمي وختونو کې به له ولس سره د ده چلن ډېر ساده او مخلصانه و.

ايلفينسټن پخپل کتاب کې دا هم ليکلي چې که چيرې کوم اسيايي پاچا د خپل هېواد په خلکو کې د مننې حق ولري، هغه احمد شاه دی.

انګرېز ليکوال او د پوځ پخواني کرنل جارج بروس مېليسن (۱۸۲۵م پيدا ۱۸۹۸م مړ) په ۱۸۴۲م کال کې د انګرېزانو په بنګال پياده ځواک فرقه کې د يو عسکر په حيث دنده پيل کړه او په ۱۸۷۷م کال کې په ميسور کې له وروستۍ دندې وروسته له انګرېز پوځه د کرنل (ډګروال) په رتبه کې متقاعد شو.

مېليسن د ځېنو نورو کتابونو تر څنګ په ۱۸۷۹م کال کې د افغانستان د تاريخ په اړه د خپل کتاب History of Afghanistan: From the Earliest Period to the Outbreak of the War of 1878 پر ۲۹۲م مخ ليکلي چې له مشر ټاکل کېدو وروسته احمد شاه بابا دوه مهم هدفونه درلودل. يو يې د افغان قبيلو را يو ځای کول يا منظمول او بل د خپلې پاچاهۍ ټينګول و.

مېليسن پرمخ ليکي، “د احمد شاه ستر لياقت دا و چې پښتني قبيلې يې را يوځای کړې او ملت يې ورڅخه جوړ کړ. هغه د يو سخي، زړه سواندي او قاطع شخص په حيث د خپلو پيروکارانو زړونه ګټلي وو. نوموړي په هغو سيمو کې نظم معرفي او مراعت کړ چيرې چې بدنظمۍ ريښې ټينګي کړې وې.

مېليسن د همدې کتاب پر ۲۷۷م مخ ليکي، احمد شاه دا هڅه کول چې هر کار ته د قامولۍ رنګ ورکړي. هغه يو داسې پاچا و چې د افغان ملت جوړولو او د افغان فکر خپرولو لپاره يې د افغانانو واک پراخ کړ. هغه به تل د قوميت تر جذبې لاندې له افغان قبيلو سره برخورد کاوه او د نوموړي همدې احساس او غوښتنې د هغه بريا يقيني کړه.  

انګرېز ليکوال او پخوانی پوځي افسر مېجر هېنري جارج راورټي (۱۸۲۵م پيدا ۱۹۰۶م مړ) په ۱۸۴۳م کال کې په پوځ کې د عسکر په حېث دنده پيل کړه او په ۱۸۶۴م کال کې د انګرېزانو په بمبيي ځايي پياده ځواک کې د مېجر (جګړن) رتبې ته ورسېدی. راورټي په پېښور  کې د دندې پر مهال پښتو هم زده کړه. هغه پر پښتو ژبې او ګرامر  هم کتابونه ليکلي.

نوموړي په ۱۸۶۲م کال کې Selection from the Poetry of the Afghans, from the Sixteenth to the Nineteenth Century يا ((له ۱۶مې ميلادي پېړۍ څخه تر ۱۹مې پېړۍ پورې د افغانانو له شاعرۍ انتخاب)) کتاب چاپ کړ.

هغه د خپل کتاب پر ۲۸۸م او ۲۸۹م مخونو ليکلي چې احمد شاه بابا د خپلې پاچهۍ په څلورم کال په ۱۷۵۱م کال کې په لوېديځ کې د فارس خراسان نيشاپور فتح کړ او په ۱۷۵۲م کال کې يې د کشمير د فتحې تر څنګ په هندوستان کې د مغل امپراتورۍ يوشمېر سيمې لاندې کړې او د واک دايره يې تر سرهنده وغځول. دا ډول هغه د يو داسې پاچاهۍ بنسټ کښېښود چې شاوخوا هېوادونه ورڅخه په وېره کې وو.

مېجر راورټي پرمخ ليکي چې احمد شاه بابا د يوشمېر سيمو له فتحې وروسته ادبياتو ته هم وخت را ايستلی و. هغه به د علماوو او پوهانو مجلسونه جوړول چې په عام ډول به يې لومړۍ برخه ديني پوهې او ولسي قانون ته ځانګړې شوې وه ځکه چې احمد شاه پخپله يو عالم هم و. دغه مجلسونه به د ساينس او شاعرۍ په بحثونو پای ته رسېدل.

پخواني انګرېز چارواکي او ليکوال اولف کېرو (۱۸۹۲م پيدا ۱۹۸۱م مړ) په هندوستان کې شاوخوا ۳۰ کاله تېر کړي دي. هغه د دويمې نړیوالې جګړې پر مهال (۱۹۳۹م – ۱۹۴۵م) په هندوستان کې د انګرېزانو لخوا د بهرنيو چارو وزارت سيکرتر و او بيا وروسته په ۱۹۴۶م او ۱۹۴۷م کې د دوو کلونو لپاره د صوبه سرحد (اوسنۍ خېبرپښتونخوا) ګورنر يا والي تېر شوی و.

کېرو په ۱۹۵۸م کال کې د The Pathans: 550 B.C. – 1957 A.D. يا ((پښتانه)) په نوم په لندن کې کتاب چاپ کړ. نوموړی د دې کتاب پر ۲۵۹م مخ د احمد شاه بابا په اړه ليکي:

احمد [شاه بابا] زړور سړی و او د مشرتابه لپاره يې فطري نبوغ درلود. هغه د خلکو او قبيلو د تنظيم په مشکل فن باندې پوه و. هغه په حقيقت کې د جنګ سړی و خو په طبيعت کې يې زړه سوی او نرمي پرته وه. تر کومه ځايه چې کېدای شوای د روغې جوړې تګلاره يې پرمخ وړله. هغه يو داسې پاچا و چې له خپلو درانيو او غلجيو مشاورينو سره يې اړيکه هېڅکله پرې نه کړله.

احمد شاه بابا په خپل ديوان کې هم ليکلي چې:

ټوله يو دي که غلـجي دي که اودلي

ښه هغه چې يې د زړه ښيښه صفا ده

چې عمل يې د نېکۍ وي مېړه هغه

کـــه اغـوستې يــــې ګــدله د خمـتا ده

د هندوستان پنجابی تاريخپوه پروفېسر ډاکټر ګنډا سينګ (۱۹۰۰م پيدا ۱۹۸۷م مړ) په ۱۹۳۱م کال کې د هندوستان د امرتسر په خلصه کالج کې د څېړونکي او تاريخپوه په حېث دنده پیل کړه. نوموړي په ۱۹۵۴م کال کې د چنديګړ له پنجاب پوهنتونه پر احمد شاه دراني د دوکتورا (پي اېچ ډي) سند تر لاسه کړ. هغه د پنجابيانو او سيکانو پر تاريخ يو شمېر مقالې او کتابونه ليکلي.

ګنډاسينګ له ډېريو څېړنو او سفرونو وروسته په ۱۹۵۹م کال کې د Ahmad Shah Durrani: Father of Modern Afghanistan يا ((احمد شاه درانی: د معاصر افغانستان پلار)) په نوم کتاب وليکی. هغه د خپل کتاب د سریزې پر لومړي مخ ليکلي چې کله يې د شمالي هند د ۱۸مې ميلادي پېړۍ د تاريخ په اړه څېړنه کوله نو احمدشاه د لومړي ځل لپاره د منځنۍ اسيا د يو ستر شخصيت په توګه پر ده اغېز وکړ.

زه د ده [احمد شاه بابا] خلاف د تعصب له مخې رالوی شوی او روزل شوی وم. ما د ده په اړه يوازې دا اورېدلي و چې هغه يو لوی غل اولوټمار و چې پر هند يې يرغل کړی و او په ټنونو سره زر او په زرګونه هندي مريان يې له ځان سره افغانستان ته وړي وو. خو څومره چې مې د ده په اړه زيات ولوستل، هغومره د ده د سترتوب ځانګړنو پر ما زيات اغېز وکړ او بې له کوم ممانعته يې زما ذهن ته لاره پيدا کړه.

ډاکټر سينګ د احمد شاه بابا په اړه پر مخ ليکي چې هغه وخت ډېر حيران شو چې پوهانو او ليکوالو احمد شاه دراني ته کافي پاملرنه نه ده کړې او د يو عظيم فاتح او منتظم په حېث يې د هغه له وړتيا سره سم مقام نه دی ورکړی.

زه خوشحاله يم چې [د احمد شاه بابا په اړه] د دغه اوږده ځنډېدلي ژوندليک په ليکلو او د افغانستان د معاصر تاريخ په څېړنه کې مې په يوه عاجزانه پیل سره د دې توان وموند چې د افغانانو تاريخ ته يو څه خدمت وکړم. د احمد شاه دغه ژوند ليک په ۱۸مه پېړۍ کې د يو ساده افغانستان د زړورو او ساده خلکو د يوه ستر استازي د ژوندانه له جوش څخه ډکې تګلارې يو سپین او صادقانه بيان ګڼل کېږي. ما دلته هڅه کړې چې د دغه ستر شخصيت ښه نوم د غندنې له هغه پيټي څخه وژغورم چې ډېره موده تر لاندې شوی و. داسې نوم چې د هنديانو او ايرانيانو د مذهبي او نژادي تعصباتو د اور شيندونکي لاوې سېلاب پټ کړی و.

احمد شاه بابا له خپلې خاورې او وطن سره ډېره زياته مينه لرل. بلخوا هغه غوښتل چې د نورو لويو سيمو له تخت نيولو وروسته هلته پاتې نه شي بلکې د خپل ملي قوت مرکز افغانستان ته راستون شي. احمد شاه بابا نه غوښتل چې د پښتنو د نورو پاچاهانو کورنيو لکه غلجي، لودي، سوري او نورو په شان په هند کې ورک شي.  هغه پوهېدی چې د ده د پاچاهۍ د واک چينه افغان خاوره او افغان ولس دی. که چيرې ده د خپل قدرت او قوت مرکز پرېښی وای نو کيدای شي چې افغانستان د پاچاهۍ له مرکزيته محروم شوی واي او د ده کهول د نورو هندي شويو افغانانو په سرنوشت اخته شوی وای. له همدې امله نوموړی نن هم په خپلو خلکو کې له معنوي پلوه ژوندی پاتې دی او افغان ولس د بابا لقب ورکړی دی.

احمد شاه بابا په ۵۰ کلنۍ کې د ۱۷۷۲م کال د جون پر درېيمه د کندهار د سلېمان/توبې غرونو په لمن کې د سرطان ناروغۍ له امله ساه ورکړه او له وصيت سره سم د کندهار ښار په مرکز کې خاورو ته وسپارل شو چې پر مزار يې يوه لويه ګنبده جوړه شوې ده.

احمد شاه بابا په خپل ديوان کې ليکلي:

پر ننګ مړ خو څه مړ نه دی

د بې ننــګه ژونـد جفــا ده

لاس بـه وانـه خلم لـه ننګه

که پر ننګــــــ پاتــه دنيـا ده

يادونه: د احمد شاه بابا د دربار مورخ محمودالحسېني او افغان مورخ عزيزالدين وکيلي پوپلزي په خپلو کتابونو کې د هغه د مړينې نېټه د ۱۱۸۶هجري قمري کال د ربيع الاول دويمه ياده کړې چې د ۱۷۷۲م کال د جون له درېيمې۱۱۵۱ هجري شمسي کال د غبرګولي له ۱۴مې) سره سمون خوري. ليکوال او محقق علامه عبدالشکور رشاد په خپل کتاب ((د پاني پت قهرمان))، نامتو انګرېز مورخ ماونټسټوارټ ايلفينسټن په خپل کتاب ((د کابل سلطنت))، انګرېز مورخ کرنل جارج بروس مېليسن په خپل کتاب ((د افغانستان تاريخ))، او يو بل انګرېز ژبپوه مېجر هېنري جارج راورټيپه خپل کتاب ((د افغانانو شاعري)) کې هم د احمد شاه بابا د مړينې نېټهد ۱۷۷۲م کال د جون درېيمه ذکر کړې ده. خو هندوستاني ليکوال پوهاند ګنډاسينګ ښايي د احمد شاه بابا د مړينې په اړه کره معلوماتو ته لاسرسی نه وي پیدا کړی نو له دې امله يې د هغه د مړينې نېټه ۱۶/۱۷اکتوبر ۱۷۷۲م ليکلې ده.

– – – – – – – –

اخځليکونه:

تاريخ مختصر افغانستان، از زمان قديم تا خروج چنګيز و حدود ۶۰۰ ه، پوهاند عبدالحی حبيبي، د کتاب چاپولو موسسه به همکاري انجمن تاريخ کابل، چاپ ۱۹۶۷م

د پاني پت قهرمان: لوی احمد شاه بابا د خلکو په نظر کې، اکاډميسين عبدالشکور رشاد، د افغانستان د علومو اکاډمي کابل، چاپ ۱۹۹۲م

“لوی احمد شاه بابا او د ده ويناوې، عبدالحی حبيبي، پښتو ټولنه کابل، چاپ ۱۹۴۰م

د احمد شاه بابا ديوان، د افغانستان د علومو اکاډمي کابل، چاپ ۱۹۴۰م

Mountstuart Elphinstone, An Account of the Kingdom of Caubul and Its Dependencies in Persia, Tartary and India, London: 1815

Colonel George Bruce Malleson, History of Afghanistan: From the Earliest Period to the Outbreak of the War of 1878, W. H. Allen & Co., London: 1879

Major Henry George Raverty, Selection from the Poetry of the Afghans, from the Sixteenth to the Nineteenth Century, Willams and Norgate, London: 1962

Olaf Caroe, The Pathans: 550 B.C. – 1957 A.D. Saint Martin’s Press, New York: 1958

Ganda Singh, Ahmad Shah Durrani: Father of ModernAfghanistan, Asia Publishing House, Bombay: 1959