کور / تازه خبرونه / شګوفه نورزۍ: دسولې د خبرو په بهیر کښې ۳۵ – ۴۰ سلنه ښځې ګډون لري

شګوفه نورزۍ: دسولې د خبرو په بهیر کښې ۳۵ – ۴۰ سلنه ښځې ګډون لري

په ولسي جرګه کښې د هلمند د خلکو د استازې آغلې شګوفې نورزۍ په دفتر کې د هند په ممبيي ښار کې د افغانستان جنرال کونسلې آغلې ذکيې وردګ او افغان مدني فعالې پتینګړې کاکۍ د سولې په بهیر کې د افغان ښځو پر ونډه، د ښځو پر وړاندې پر پرتو ستونزو، د ستونزو د حل او د ښځو د انسجام په موخه خبرې وکړې.
د ناستې په پیل کښې آغلې ذکیې وردګ خبرې وکړې:
چې تر هر څه د مخه په افغاني ټولنه کښې د ښځو ښوونه او روزنه، د باور جوړونې فضا، د تشویقي پروکرامونه جوړول او د دوی د ټولنیزو ستونزو حل او په یوه فکري روزنیز مکتب کښې د دوی انسجام لومړیتوب لري.
آغلې وردګ زیاته کړه، چې له ډېرو کلونو راهیسې د ښځود د ټولنیزو ستونزو د حلولو، د کاري فرصتونو برابرولو او ظرفیت لوړنې له پاره هڅې روانې دي.
ښاغلې ذکیې وردګ و ویل:
چې موږ او تاسو به په ګډه د سولې په پروسه کې د ښځو رغنده رول لوبولو له پاره هلې ځلې کوو.
د ناستې په پای کښې ښاغلې شګوفې نورزۍ دوی ته ښه راغلاست و ویل او
آغلې شګوفې نورزۍ و ویل:
موږ او تاسو باید د ښځو د عامه پوهاوي او په کلو او بانډو کې د دوی له پاره روغتیایي چوپړتیاوې برابرې کړو، او همدارنګه د ښوونې او روزنې په برخې که ورته سهولتونه برابر کړو تر څو زموږ میندې او خویندې د یوه فعال ټولنیز شخص په توګه د ژوند کولو له ټولو حقوقو برخمن شي او په ټولنه کښې رغنده رول ولوبوي، چې دا بهیر د راتلونکې تلپاتې سولې د بقا تضمین کوي.
آغلې شګوفې نورزۍ زیاته کړه، چې ښځې د سولې په بهیر کښې رغنده رول لري سي او ښځې د سولې د بهیر رښتینی انځور دی.
د سولې د خبرو په بهیر کښې ۳۵ – ۴۰ سلنه ښځې ګډون لري او د اصولو له مخې باید د سولې بهیر افغان ټول شموله وي، چې د تلپاتې رښتنۍ سولې له پاره لارې پرانيزي.

د ناستې په پای کې آغلې شګوفې نورزۍ او آغلې ذکیې وردګ په ګډه، د ښځو د سولې په بهیر او ټولنیزو ستونزو د حل، د ښځو د ښوونې او روزنې عامه پوهاوي او د ښځو د ظرفیت لوړونې او انسجام په موخه، پر همکارۍ ټینګار وکړ.