کرکټ ملي لوبډله: د رحمت ولي په وژنه سخت خواشیني یو.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د خپل یوه همکار په وژنه سخته خواشېنې شوې ، د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپټان ریس احمدزي لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې رحمت ولي د دوی د ټیم تکړه او با استعداده لوبغاړی وو ریس احمدزی وايي چې نوموړي په ګڼو لوبو کې برخه اخیستې وه دی وايي چې رحمت ولي کيڼ لاس بېټسمین او بالر وو.
رحمت ولي وړمه شپه د امریکايي ځواکونو له لوري په شهادت ورسېد ، د رحمت ولي د مېرمنې په وینا امریکايي ځواکونه لومړی دهغه کور ته ور ننوتل هغه یې په شهادت ورساوه او بیا یې د کور خونه پری نسکوره کړه.
په افغانستان کې ډیری خلک اوس په نړیوالو ځواکونو باور نه لري او د دولت او خلکو ترمنځ دا ډول خپلسرو لوی واټن را منځته کړی دی.