روسيې د « توپول » قاره پيما توغندۍ و آزمويله
د روسيې دسټراټيژيکوتوغنديو عمومی قوماندانۍ نن اعلان وکړ ،چي د « توپول » په نوم بالیسټيکه قاره وهونکې توغندۍ يې د “پليسټسك” د فضایی اډې نه په بري سره توغولې او خپل فرضي ټاکلی هدف ئې له مينځه وړی دئ .
په داسي حال کي چي لوېدیځ هيوادونه او په ځانګړې توګه آمريکا د قفقاز د بحران په هکله او د روسيې او ګرجستان دلاس او ګرېوانه پر سر د اختلاف سره مخامخ دي، اوحتی ځينولا د سړې جګړې د شروع کېدو خبره را پورته کړې ده، مسکو نن پنجشنبه خپله يوه نوې قاره وهونکې سټراټيژیکه توغندۍ په بري سره و أمويل .
د روسيې د “ريا نووستي” خبري آژانس نن د روسيې دسټراټيژيکوتوغنديو دعمومی قوماندانۍ له قوله خبر ور کړ چي « توپول » نومي قاره وهونکې بالیستیکه توغندۍ (آي.سي.بي.ام) چي نن په بري سره و توغول شوه ، خپل هدف يې و”كامكچاتكا” ته څيرمه د تیر په میدان کي وران کړی دئ . نوموړي ويلي دي چي دغه توغندۍ قادره دي په يقيني توګه د دښمن ساتل شوي پټ تأسیسات له مينځه يوسي .
د « توپول » د قاره وهونکې توغنديو مجموعه په کال ۱۹۷۷ کي پيل سوې وه چي د لومړي ځل د پاره په ۱۹۸۳ کي و ازمویل شو . د کال ۱۹۸۸ په ډسامبر کي دغه ټولګه د روسيې د سټراټيژيکو توغنديو و ځواکو ته و سپارل شوې .
“ريا نووستي” ګزارش ورکوي چي د« توپول » قاره وهونکې توغندۍ کولای شي د ۱۰ زره کيلومتره زیات ليري واټن کي خپل هدف په نښه او هغه وران کړي .
ځيني کارپوهان په دې باور دي چي د روسيې دغه اقدام په اروپا کي د امريکا د توغنديو د سپر د قرار داد د امضا په ځواب کي دئ چي په دې نيژدې کي په پولينډ کي تر سره شو .