کور / تازه خبرونه / مېړهٔ خپله ۲۷ کلنه ښځه په په ډیر تشدد وژلې ده

مېړهٔ خپله ۲۷ کلنه ښځه په په ډیر تشدد وژلې ده

۲۷ کلنه بي بي عارفه دخپل میړه په لاس په میخونو سورۍ سورۍ سوې او وژل سوې ده.
نوموړې د قلعه عبدالله د ليرې غرييزې سيمې توبې (دوبندي) په خيرزۍ شاسه کلي کې د شپې مهال د خپل خاوند سردار محمد لخوا وژل شوې وه.
د هغې پلار وايي خېښانو پر ټیلفون ورته وویل چی لور یې ځان زندۍ کړی دی او مړهٔ ده خو پلار یې ولیدل چي بیله مخ څخه د هغې ټول بدن په میخونو او مختبیلو سورئ سورئ سوی او په ظلم وژل سوې ده.

عارفه د دریو لوڼو مور وه، کشره لُور يې د ۳ مياشتو ده. ورور یې کليم الله زياتوي چې خور يې ورته ويل چې يو خو د زوی نه لرلو له کبله له دې سره ښه چلن نه کېدی او بلخوا يې له خواښې سره هم اړيکې ښې نه وې.
د چمن پوليسو د جون پر ۱۸مه ناوخته د سردار محمد پر ضد د عارفې د وژنې اېف ای ار (د لومړنۍ پلټنې راپور) درج کړ.
وروسته د جون پر ۱۹مه د چمن اسسټنټ کمشنر ذکاوالله دراني په مشرۍ د ليويزو ډلې په موټرونو کې تر درېنيمو ساعتونو سفر وروسته په خيرزۍ شاسه کلي کې د سردار محمد پر کور چاپه ووهل خو سردار محمد له خپلو اوو غټانو وروڼو او پلار امير محمد (چې په ملا مېترخز شهرت لري او درې ودونه يې کړي ول) سره يو ځای تښتېدلی و او پر کور يې ښځې او نهه کشران وروڼه پاتې ول.