کور / تازه خبرونه / هالنډ کی د افغانانو ایران ضد لاریون پیل شو

هالنډ کی د افغانانو ایران ضد لاریون پیل شو

هالنډمېشتي افغانان په ایران کي د وروستیو ظلمونو پر ضد احتجاجي لاریون کولو دپاره همدا اوس د هالنډ مرکز امستردام کي راټول سوي دي او د ایران لخواپر افغانان مهاجرو د ظلمونو بندیدل او د قرباني سوو کورنیو دپاره انصاف غواړي.

لاریون کوونکي په په افغانستان کي د ایران کلتوري او سیاسي لاس وهنو بندیدل غواړي او ایران په افغانستان کي د سیمه ایزو او مذهبي تاوتریخوالي پارولو او پالنه باندي تورنوي.