کور / تازه خبرونه / د پاکستان فوج دپښتنو سره ظلم او توپیرانه چلند کوي

د پاکستان فوج دپښتنو سره ظلم او توپیرانه چلند کوي

نامعلومو کسانو تېره شپه د سوات په مټه سیمه کي د سړک جوړوني بلدوزر/ سکواټر سوځولی دی.

پښتانه چي وار له مخکي د توپیري چلند څخه کړيږي او په کاروبارونو کي د پنجابي واکمنو لخوا د خنډونو او ستونزو سره تر نورو ډیر مخامخ کیږي اوس یې په بېلابېلو سیمو کي هم د سر سړي د فوج د نامعلومه افرادو لخوا وژل کیږي او یا یې د کاروبار ذرایع له منځه وړل کيږي.

د سوځول سوئ سواکټر خاوند بلال مسید وايي له دې لاري یې هم د سیمي ابادي کوله هم یې بچیو ته روزي ګټله چي اوس ورته د اور خوراک کړل سو، نوموړی د پختونخواه وزير اعلی څخه چي د سوات دی او داسی نورو حکومتی چارواکو څخه غواړي چي ده ورسره کومک وکړی او ده موټر غم يې وخوری چی خپل حلال رزق پی وګټی.

د یادوني وړ ده چي تېره شپه ۲۰-۲۱ جون په کوئټه کي د پښتنو یوه ښوونځي ژه بشپړه توګه په بلدوزرانو نړول سوې ده خو نه یې پولیسو په تور څوک نیولی دی او نه یې چا پړهٔ اخیستې ده.

هلته هم ځايي خلک په څرګندو ټکو وايي چي ددې هرڅه شاته ایف سي او فوج ولاړ دی چي پښتون په هرډګر کي ځپلو باندي خپل سیاسي او اقتصادي کاروبار مخته بیايي.