کور / تازه خبرونه / تېره اوونۍ په تیرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه

تېره اوونۍ په تیرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه

 

دولت وايي وسله والو طالبانو تېره اوونۍ د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ تروریستي فعالیتونه کړي، چې په نتیجه کې یې ۸۴۱ افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو په حملو کې ۲۹۱ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه شهیدان او ۵۵۰ نور زخمیان شوي دي. دوی همداراز د تاوتریخوالي پر مهال تېره اوونۍ ۱۴۸ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده خو طالبانو د دولت دا ادعا رد کړې ده.
په دې توګه، دا په تیرو ۱۹ کلونو کې د تاوتریخوالي له اړخه تر ټولو خونړۍ اوونۍ وه. دا هفته په داسې حال کې تر ټولو خونړۍ ده، چې طالبانو ژمنه کړې وه، چې د افغانانو خلاف به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به کار کوي.
دې ډلې له خپلو ټولو ژمنو او د افغان دولت لخوا د ښه نیت په موخه د شویو فعالیتونو سره سره لا هم د افغان مسلمان وینې توېېدنه جاري ساتلې، په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي او د سولې لپاره یې هیڅ ښه نیت نه دی ښوولی.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته زموږ د خلکو خلاف روان تاوتریخوالی په هیڅ قیمت د منلو وړ نه دی او یو ځل بیا څرګندوي، چې دا حالت باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي او د سولې لپاره واقعي او مؤثر فعالیتونه پیل شي. د تاوتریخوالي له کمښت پرته د سولې راتګ له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.
تاوتریخوالی او د افغان وژنې دوام په همدې ترتیب د هیواد په کور او کلي کې د طالب خلاف دښمني نوره هم غښتلې او د ملي پخلایني او یو بل منلو پروسه خورا سخت او ستونزمن پړاو ته بیايي.

د یادوني وړ ده چي طالبانو دا ادعا رد کړې ده او وايي په تېرو اوونیو کي یې خپل بریدونه ۴۰ سلني ته راټیټ کړي دي.

کابل پریس کلب ګروپ