کور / روغتيا / څه باندي لس ملیونه افغانان په #کورونا اخته دي

څه باندي لس ملیونه افغانان په #کورونا اخته دي

باور ځواک چې يو رضاکاره ټیم دی او د کورونا ویروس په وړاندې په ټول هېواد کې په رضاکارانه ډول مبارزه کوي، تېره میاشت يي په ۱۹ ولایتونو کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ، پکتیا، کندوز، بامیان، روزګان، میدان وردک، خوست، فراه، لغان، بدخشان، هلمند، لوګر، فاریاب، بادغیس او غزني کې په کورونا د اخته کسانو د دقیق ارقام د راټولو په موخه سروې وکړه. د سروې شویو کسانو عمرونه له اتلسو تر پينځه پنځوس کلونو وو.
په د غو کسانو کې د کورونا وایروس ټول اعراض و علایم لکه سخته تبه، وچ ټوخی، د بدن درد او ساه بندي ولیدل شوه. د یادې سروې د موندونو له مخې په ټول هېواد کې ۳۱.۵۴ سلنه خلک چې څه باندې لس ميلیونه کېږي په کورونا وایرس اخته دي. په یاد ویروس د اخته کسانو ۲۷٪ خلک په تېرو دریو میاشتو کې سفري تاریخچه لري، یعنې له نورو هېوادونو افغانستان ته راغلي، پاتې ۷۳٪ خلک یاد ویروس له ټولنې اخیستې او بیا یې خپلو کورنیو ته انتقال کړی.
د یادونې وړ ده چې په یاد ویروس د اخته کسانو یوازې ۱۹.۳۴٪ خلک فکر کوي چې دوی په کورونا ویروس د اخته کس سره تماس نیولی او بیا په دې ویروس اخته شوي، اما ۸۰.۶۶٪ ناروغان بیا وایي چې دوی د ټول احتیاط کولو سره بیا هم په دې ویروس اخته شوي.
د باور ځواک تخنيکي او مسلکي همکارانو د یاد ویروس د تداوي لپاره لاندې حل لارې وړاندې کړې.
۱: ټول طبي مراکز د خصوصي روغتونونو او کلينيکونو په ګډون باید د کورونا د ناروغان د تداوۍ لپاره د چمتو شوي کتاب له مخې وروزل شي او دوی ته د کورونا ناروغانو د درمنلې اجازه ورکول شي.
۲: ټول صحي مراکز باید د هغو ناروغانو لپاره چې وضېعت یې ډېر وخیم نه وي د وېټامين درملنه، زېنک او اېن سېډ اسانتیا ولري.
۳: هغه ناروغانو چې وضېعت یې د اندېښنې وړ وي، صحي مراکز باید د هغو لپاره د پلازما درملنې اسانتیا ولري او د درملنې په موخه یې وکاروي.
د دې تر څنګ په ننۍ خبري ناسته کې د کورونا ویروس، وقایه او تداوي په موخه د پېلبو ادارې په تخنيکي او ښاغلي ګل احمد کمين(په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی) په مالي مرسته چاپ شوی کتاب هم معرفي او د وېش لړۍ یې پيل کړه.
باور ځواک په ورته مهال کې ۱.۷ ميليونو هغو بې وزله کورنيو چې ان د یوه وخت ډوډوۍ لا نه لري لېسټ هم چمتو کړی چې باید افغان دولت او نړيوالې ادارې دوی ته رسیدګي وکړي.