په سپین بولدک کي هم د پاکستان دولت ضد لاریون وسو
په سپين بولدک کي د چمن او سپين بولدک ترمنځ د لر او بر افغانانو ترمنځ د تړل سوي لاري د خلاصون په پار لاريون تر سره سو.
لاريونوالو دا غوښتنه کوله چي ژر تر ژره ده چي د سپين بولدک او چمن تر منځ لاره خلاصه سي او د هغه ترڅنګ دي ټولي هغه لاري خلاصي سي کومي چي د ډيورنډ پر تپلسوې کرښه باندي جوړي سوي دي.
لاريون په لوی کندهار کي د پښتون ژغورني غورځنګ لخوا تر سره سو چي د لوی کندهار د پښتون ژغورني غورځنګ د لسګونو غړو ترڅنګ د رهبري ډلي غړو هم ګډون کړی ؤ.
په پای کي د لوی کندهار د پښتون ژغورني غورځنګ مشر نورايل کليوال د لاريون ګډونوالو او رسنيو سره د لاريون پرېکړهليک په لاندي ډول شريک کړ او لاريون ته يې خاتمه ورکړه.
په سپين بولدک کي د چمن او سپين بولدک ترمنځ د تړلي لاري د خلاصولو لپاره د لاريون پرېکړه ليک
۱ د لاري د بندېدو په خاطر دواړو اړخونو ته په زرګونو افغانان ښځي او ماشومان بند پاته دي او په ژرګونو کسان بې روزګاره دي، موږ د دې لاري ژر تر ژره خلاصېدل غواړو.
۲ په قاچاقي توګه د دواړو اړخونو څخه خلک اړول کېږي چي له کبله يې په زرګونه پيسې اخيستل کېږي او د هغه ترڅنګ د پښتنو خويندو او ميندو د عزت سپکاوی کیږي، د دې مخنيوی غواړو.
۳ د لاري د خلاصېدو وروسته دي پرته له ویزې افغانان تګ راتګ وکړای سي.
۴ پر لر او بر افغان خاوره چي دغه او هم نوري کومي لاري دي، د دې د تړل کېدو او خلاصېدو واک دي چي حکومتونو څخه واخيستل سي او لر او بر ولسونو ته دي ورکول سي.
#PTMLongMarchSpinBoldak
#PTMLoyKandahar