کور / #PTM / په خېبر باړهٔ کي د ریاستي ظلم خلاف پرلت پنځمه ورځ پوره سوه

په خېبر باړهٔ کي د ریاستي ظلم خلاف پرلت پنځمه ورځ پوره سوه

 

خیبر په باړهٔ کي نن په پنځمه ورځ هم احتجاجي پرلت ناست دی او د شهید عرفان الله اپریدي د ناروا او بیرحمانه قتل خلاف د ریاست څخه ځواب او انصاف غواړي.

 

عرفان الله افریدی معلم وو، نوموړی څو ورځي مخکي په دې نیت له کوره په دې نیت ووتی چي ګواکي د معلمۍ دپاره یې نوم ختلی دی او معلمي ورته ملاو سوې ده خو هغه بیا هیڅکله کورته راستون نه سو.

د عرفان الله کورنۍ هره خوا د هغه لټون وکړ خو هیڅ پته و نه لګېده، بیا د نوموړي ورور ځايي رسنیو ته خبر ورکړ او پریس کنفرانس کي یې د ورور د لاپته کیدو اعلان وکړ.

څو ورځي وروسته د عرفان الله په مرمیو ویشتل سوی او وینو لړل سوی جسد وموندل سو، فوج د هغه سره تر وژل کیدلو وروسته ټوپک او چانټهٔ ايښې وه او خبر یې تېر کړ چي یو ترهګر یې وژلی دی خو د هغه تر مړیني دوې ورځي وروسته د هغه د معلمۍ دندې اسناد ددوی کورنۍ ته ورسیدل، د هغه ورور او ملګري وايي چي عرفان الله ته د ښه معلمۍ په سبب جایزې ورکړل سوي وې او هغه هیڅکله د ترهرګرۍ سره تړاو نسوای لرلای.

د عرفان الله افریدي د بیرحمانه قتل خلاف #دهرنا کيد ځايي سیاسي اتحاد مشر محمد رفیق اپریدی او د ټولو سیاسي ګوندونو قبائیلي مشران، د سیمي د ندني ټولنو استازي او مشران او لوی شمېر سیمه ایز مخور برخه لري او د عرفان الله د قتل بشپړه پلټنه او قاتلینو ته د سزا غوښتنه کوي.

##Justice4IrfanUllahAfridi