کور / #PTM / منظور پښتين او د غورځنګ مخکښو غړو د عامر تکل سره د همکارۍ ژمنه وکړه

منظور پښتين او د غورځنګ مخکښو غړو د عامر تکل سره د همکارۍ ژمنه وکړه

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین او ددې غورځنګ مخکښ غړي حاجي عبدالصمد، محسن داوړ او د پېښور ملګري د پښتونخوا په تهکال کي د پولیسو لخوا د ځورول سوي مظلوم عامر تکل کور ته ورغلل او د همدردۍ څرګندونه یې ورسره وکړه.

د پي ټي ایم مشر او غړو د پولیسو په لاس کړول سوي او بې ستره کړل سوي عامر او د هغه کورنۍ سره د همکارۍ او همدردۍ ژمنه وکړه.

د عامر تکل کورنۍ له ازاد وطن څخه د جنګ جګړو پر مهال لر وطن ته کډه سوي وو، د عامر ورور وايي چي دی عامر او نور د کورنۍ غړي یې په  پښتونخوا کي زیږیدلي او لوی سوي دی.

عامر د ځايي پولیسو لخوا په بیرحمانه توګه وهل سوی او شکنجه سوی دی او جنسي ځورونه ورسره سوې ده.

د عامر ورور او د تره زامن هم پولیسو نیولي او کړولي وو، دا ټول په دې جرم چي عامر په یوه فېسبوکي ویډیو کي پولیسو ته بدرد ویلي دي.

پولیسو هغه ویډیو هم پرلیکه کړه چي عامر یې په وهلو ټکولو زخمي کړی او بې ستره کړی دی.

دا ویډیو بر ټولنیزو رسنیو هره خوا خپره سوه چي د پاکستان پولیسو پر ضد یې پراخ قهر او غوسه وپاروله.

ځايي پولیسو مشر اعلان وکړ چي پخپل سر د عامر ځورونکي پولیسو دنده یې ځنډولې ده خو ولس دا د پولیسو چل ول وبلل او په پښتونخوا کي د پي ټي ایم په نوښت پراخ احتجاجي لاریونونه راووتل.

د یادوني وړ ده چي تېره ورځ د افغانستان سفیر عاطف مشعل هم د عامر کور ته ورغلی وو او د هغه سره یې د همکارۍ ژمنه کړې وه. Atif mashal afghan ambasador islam abad in amir tahkal house

په ټولنیزو رسنیو دا تبصره ډیره کیږي چي پاکستاني پولیس د افغان کډوالو په ځورولو عادت وو خو اوس د پي ټي ایم په رامنځته کیدو به دافغانانو ځورول بې پوښتني او بې احتجاجه نه پاتیږي.

په دې اړه ډیرو خلکو له پي ټي ایم څخه مننه کړې ده.