کور / سياسي / لوی کندهار څه مانا؟

لوی کندهار څه مانا؟

د عبدالنافع همت لیکنه

په دې وروستيو کي به مو د (لوی کندهار)، (لویه پکتيا) او (لوی ننګرهار) نومونه ډېر اورېدلي وي او په ليکلې بڼه به مو هم تر سترګو سوي وي. په دې نوم به مو ځيني ټولني او يو شمېر دلالان هم ليدلي وي چي په ارګ او سفارتونو کي پورته کښته کېږي. دا ډول نومونه هیڅ ډول علمي بنسټ نه لري، ځکه افغانستان دا مهال (۳۴) ولايتونه لري چي د هر ولایت نوم او حدود معلوم دي. که د چا هدف تاريخي کندهار وي، نو د تاريخي کندهار ډېره برخه اوس د پنجاب په واک کي ده. علامه رشاد بابا ویل چي د تاريخي کندهار جغرافیه يو وخت ډېره پراخه وه، يوې خوا ته تر شينډنډه پوري، بلې خوا ته د پښ تر کندي پوري، بلي خوا ته تر (دُکۍ) او بلي خوا ته تر سيوۍ پوري وه.
کله کله حکومت د ځينو کارونو د اسانتیا لپاره د (زون) يا (حوزې) کلمه کاروي، دا د هغوی اړتيا ده، دا کلمه يوازي حکومت استعمالوي او د استعمال ځانګړي ځايونه لري، مثلا حکومت په هر ولایت کي مجهز روغتون يا قول اردو نه سي جوړولای، ځکه نو د يوه زون يا حوزې لپاره دغسي اسانتيا په پام کي نيسي، خو که عام خلک دغسي اصطلاح کاروي، نو په لوی لاس فيډرالیزم ته کمپاین کول دي.
که يو وخت خدای مه کړه د فيډرالیزم وبا په ټول افغانستان کي خپره سوه، نو ځينو قومي دلالانو به مخکي لا ذهنيتونه ورته جوړ کړي وي، مخکي به مو لا د لوی ننګرهار، لويي پکتیا او لوی کندهار په نوم ايالتونه يا صوبې ورته جوړي کړي وي. که موږ زابل، کندهار، روزګان او هلمند ته لوی کندهار وايو، نو (کوټه) به څنګه له کندهار څخه پرې کوو؟ که د لوی ننګرهار خبره کوو، خيبر به څنګه هېروو؟ که لويه پکتيا يادوو، نو ميرامشاه، ټل، واڼه او وزيرستان به څنګه خپل نه بولو؟ که موږ خپله دا جفا کوو بیا به لطیف پدرام ولي له افغانستان سره په جفا کولو تورنوو؟
د دې موضوع بل اړخ څېړم. که هراتيان د لوی هرات خبره راپورته کړي او په دې بحث کي د توري غونډۍ ترکمن د پولي ها خوا ته ترکمن خپل وګڼي موږ به دا کار له افغانستان سره خيانت و نه ګڼو؟ که موږ له افغانستان څخه د هغې برخي د جلا کېدو دعوه لرو چي پښتانه پکي اوسېږي او انګرېزانو په زور راڅخه ګرځولې وي، خو بلي خوا ته بيا روسانو چي (پنج ده) راڅخه قبضه کړې، موږ پټه خوله يو، ايا دا کار له ملت سره جفا نه ده؟ که انګرېزان مو له وطن څخه يوه سيمه جلا کړي هغه بيرته غواړو، خو که روسانو راڅخه جلا کړي وي، هغه به نه غواړو؟ که د پښتنو سیمه يې راڅخه جلا کړي هغه غواړو، خو که د نورو قومونو سيمه يې راڅخه جلا کړي هغه به نه غواړو؟ دا کوم منطق دي؟ ایا موږ قومپال يو که ملت پال؟ که د لوی بلخ موضوع مطرح سي، ايا د امو سيند ها غاړي تاجکو خبره به ورسره راپورته نه سي؟ که د لوی او تاريخي جوزجان موضوع راپورته سي، بيا به د پولي ها غاړي ته د ازبیکو خبره ورسره راپورته نه سي؟ که راپورته سي، نو ايا موږ به يې خیانت و نه ګڼو؟ که د لوی بدخشان حدود مطرح سي ايا حدود به يې يوازي اوسني حدود وي؟
لطیف پدرام چي د فيډرالیزم يوه علمي سياسي نظريه مطرح کوي موږ يې غندو، ايا له ځانه مو پوښتلي چي ولي يې يې غندو؟ زموږ استدلال دا دئ چي د افغانستان ستونزي د نظام په بدلولو سره نه حل کېږي يا وايو چي اکثره هغه هيوادونه تجزيه سوي چي فيډرالي نظامونه يې درلودل يا وايو چي فيډرالي نظامونه اسانه تجزيه کېدای سي يا پر پدرام شک کوو چي اصل هدف يې د افغانستان تجزيه ده، که دا ثبوت و نه لرو، بيا خو فيډرالیزم يوه علمي نظريه ده، هم په نړۍ او هم يې زموږ په سيمه کي ښه نتیجه ورکړې ده، د امريکا متحده ايالتونه، هند او پاکستان نظامونه هم فيډرالي دي، خو که موږ له يوې خوا پدرام ته بد رد وايو او له بلي خوا خپله عملا د فيډراليزم لپاره کمپيان کوو او ايالتونه مو جوړ کړي دي، په دې نوم مو ټولني جوړي کړي دي، قومي او سيمه ييز دلالان مو په ارګ کي له ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره غونډي کوي او په دې نوم امتيازات اخلي، دا کار د فيډراليزم لپاره کمپاين دئ، دا د افغانستان د تجزيې پلان دئ، په کور کي کورګی جوړول دي، که موږ دومره ډارن یو چي د لوی افغانستان نوم نه سو اخيستلای، باید دومره شرم خو ولرو چي په کوچني افغانستان کي د لوی کندهار، لويي پکتيا او لوی ننګرهار په نومونو زخمونه او کورګي جوړ نه کړو. د شمال، مشرقي او جنوبي له نومونو څخه هم د کرکي، ځانځانۍ او بېلتونپالني بوی ولاړېږي، نو راسئ چي د قبیلویت او قومیت پر ځای د ملت په نوم ږغ پورته کړو، ځکه کوم یرغل چي زموږ پر وطن او ملت سوی، د دې یرغل مخه یوه سیمه، یوه قبیله او یو قوم نه سي نیولای، یوه ملي غورځنګ ته اړتیا ده، که خدای مه کړه دښمن د افغان ملت تنه ورېبله د قبیلې او قوم په نوم هیڅ یوه څانګه او ښاخ به هم شین پاته نه سي.