کور / #PTM / پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورني غورځنګ غړي نیولي دي

پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورني غورځنګ غړي نیولي دي

د محکوم افغانستان په بنو کښي د پي ټي ایم ځايي مشر او ددې غورځنګ پیاوړی غړی حاجي صمدخان او ددې غورځنګ کارکوونکي امان الله، شمس، فرهاد او اعجاز نیولي او زندان ته اچولي دي.

پاکستان دا کسان په داسي وخت کي ونیول چي یوه اوونۍ مخکي ددې ریاست پوځي واکمنو پښتون ژغورني غورځنګ ته د مذاکراتو وړاندي کړی وو چي ددې غورځنګ مشر په اسلام اباد کي د خبري کنفرانس په ترڅ کي چمتووالی وښود خو یادونه یې وکړه چي تېر هرځل چي هم ریاست د مزاکراتو غوښتنه کړېده ورسره یې تشدد، نیول کیدل او مرګونه کړي دي چي دا ځل هماغه خبره سوه او د مذاکراتو سره سم یې ددې تحریک ۵ کسان زنداني کړل.

د یادو کسانو نیولو د افغانستان په لراوبر او نړۍ کي د افغانانو غوسه راپارولې او په ټولنیزو رسنيو کي د (په پاکستان د مذاکراتو په نوم ګرفتارۍ کوي) #GovtDialogueMeansArrest هشټېګ یو احتجاجي توپان جوړ سوی دی.

مدني فعالین او د بشري حقونو چارو کارکوونکي د حنیف پښتين په ګډون د پي ټي ایم د ټولو بندیانو ژر تر ژره راخلاصیدلو غوښتنه کوي.

په دې اړه زرګونو ټویټونو کي راغلي دي چي پوځ په خوله د مذاکراتو غوښتنه کوي خو په اصل کي خپل ظلم تشدد او بشري جنایتونو ته ادامه ورکوي.

د محکومي پښتونخوا د اوسیدونکو او پي ټي ایم سره د پاکستان د دولت او پوځ غیر انساني کړني او بشري جنایتونه د پښتون ژغورني غورځنګ د رامنځته کېدو په سبب پټ نه پاتېږي او د چارو دڅارونکو په باور  ددې غورځنګ پراختیا په محکومه پښتونخوا کي د پښتنو د ۷۵ کالو د(خپله خاوره خپل اختیار) شعار په عمل بدلوي.