کور / شعر / هم ګودر په احتجاج کې هم چنار په احتجاج کې

هم ګودر په احتجاج کې هم چنار په احتجاج کې

Chaman sit in چمن پرلت

هم ګودر په احتجاج کې هم چنار په احتجاج کې
هم رقيب په احتجاج کې او هم يار په احتجاج کې

دا خو موږ وو چې پرون مو دغه مور خاوره سودا کړه
نن کارکن په احتجاج کې نن سالار په احتجاج کې

په مشرق او په مغرب کې به بل هم يو داسې ملک وي؟
هم ولس په احتجاج کې هم سرکار په احتجاج کې

نه پوهېږم چې څه کيږي څه راتلونکي پر دې خاوره
هم مو دښت په واويلا دی هم بازار په احتجاج کې

اې ژوندي انسانان ورک سي د ځنګل غوندې قانون دی
د خپل ورک بچي لپاره هر يو پلار په احتجاج کې

زورور هم په لاريون دي او کمزورې خو نو ناست دي
دا بېړۍ پر غرقيدو ده انتظار په احتجاج کې

په جنت جنت وطن کې د يوې ګولې په سوال يو
هم غريب په احتجاج کې هم مالدار په احتجاج کې

دا احسان د پي ټي ايم دی برکت د پي ټي ايم دی
چې د هر ظلم خلاف مو نن هر ښار په احتجاج کې
ذوالقرنين باچا

نن د جون دریمه د چمن پرلت ( اته ویشتمه ورځ) هم د پي ټي ايم او نورو شريکو ګوندونو لخواه د چمن پرلت روان دی چې ترڅو پورې يې پوله پرانيستلې شوې نه وي تر هغو پورې به دوام وکړي.

 

Chaman sit in چمن پرلت

.