کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان په شلو ولایتونو کي پر یوه وخت لاریونونه کیږي

د افغانستان په شلو ولایتونو کي پر یوه وخت لاریونونه کیږي

د سولي ولسي حرکت پتېیلې ده چي د سولي پروسې د ځنډ او خنډ پر ضد دافغانستان په شلو ولایتونو کي سبا د چهارشنبې په ورځ احتجاجي لاریونونه وکړي.

د سولي حرکت په خپره سوې خبرپاڼه یا اعلان کي پر ولس ږغ کړی دی چيته راغلي دي چي يوه لوري ته دسولې خبرې روانې دي او بل لوري ته په خرپ جنګ روان دی راسئ دا پوښتنه نوره وکړو چي ( نور جنګ دڅه لپاره؟)
دوی وايي ددې لپاره چي ددې ظالم بين الافغاني جنګ په وړاندې خپل افغاني مسوليت ادا کړو نوسبا په شلو ولاياتو کې غونډې لاريونونه او کانفرانسونه دايريږي په خپل مربوطه ولايت کې خپل فرض ادا کړئ .

په خبرتیا کي د هر ولایت دپاره د سولي ولسي حرکت د استازي ټیلفون نمرې هم اعلان سوي دي چي ولس ورسره د ګډون او همکارۍ دپاره ورسره اړیکي ونیسي.

دا چي د څلورو لسیزو جګړو او څلورو میاشتو راهیسي کورونا ولس نور هم ځپلی دی د جګړې او نا امنیو د زغملو ورسره نور هیڅ زغم پاته نه دی ځکه خو د سولي ولس حرکت دې ږغ ته تر بل هروخت هم اړتیا ډیره لیدله کیږي او هم د ولس د تود هرکلي سره مخامخ سوی دی.

دسولي حرکت سبا په دې اړه پر ټویټر او فېسبوک هشټیګ چلوي، دوی له ځوانانو غواړي چي پر ټولنیزو رسنیو یې هم پراخ ملاتړ او ملګرتیا وکړي.

۱ :کابل 0700900296
۲: بدخشان079 380 1771
۳:مزار 077 521 4303
۴: بغلان. 0749793370
۵:ننګرهار 0730333348
۶:پکتيا 079 922 7156
۷:پکتيکا 070 603 4849
۸:غزني 074 448 7446
۹:زابل 070 090 2080
۱۰:کندهار 070 000 4084
۱۱:هلمند 071 111 1458
۱۲: نيمروز 079 403 0834
۱۳:کندوز. 0799409593
۱۴:روزګان 074 910 1696
۱۵:جوزجان079 131 3183
۱۶:سمنګان 079 367 0377
۱۷:پروان 072 960 0700
۱۸:تخار . 070 712 4747
۱۹:فاریاب 079 130 7575
۲۰:کنړ 077 712 1374

#PPMProtests4Peace
#WhyAreWeStillFighting
#AfghanPeaceProcess
#AfghansProtest4Peace