کور / سياسي / د جلال اباد تاریخي معرکه

د جلال اباد تاریخي معرکه

 

‎لیکوال : سهېل نور افغان
‎ژباړه : عبدالقهار همت

 

‎د جولائي اوومه نېټه د افغان تاریخ کې یوه تاریخي ورځ ده، یو دېرش کاله مخکې افغان قوم د ننګ او مېړانې معرکه چې د جلال اباد جنګ وو وګاټه.
‎د پاکستان د هغه وخت صدراعظمه بېنظیر بوټو د مغربي ملکونو او د ای ایس ای پخواني مشر جنرال حمید ګل په مرسته په جلال اباد د حملې شین څراغ ورکړ .
‎جنرال حمید ګل د عرب ترهګرو په شمول، ګلبدین حکمتېار، مولوي خالص، محمد نبي، رباني، قاضي حسین احمد د جماعت اسلامي ‌‌‌‌‌‌ډله، د مولانا فضل الرحمان جماعت اسلامي ‌‌‌‌‌‌ډله، د مولانا سمیع
‎الحق، حقاني ‌‌‌‌‌‌ډله، ای ایس ای او د پاکستان د فوځ ګوریلا قطعې په مرسته د شپې پر مهال د جلال اباد پر ښار پداسې مهال یرغل وکړ چې ټول خلک په خواړه خوب ویده وو.
‎د افغانستان لخوا د جنګ قومندان یا مشر برید جنرال سردار باجوړی وو چې اوس هم ژوندی دی، جنرال حمید ګل له خپلې صدراعظمې بېنظیر بوټو سره وعده کړې وه چې جلال اباد به څو ورځو کې فتح کوي او هلته به د خپلو لاسپوڅو مجاهدینو حکومت رامنځته کړي، د پاکستان صدراعظمې بېنظير بوټو د امریکې له ولسمشر جارج هربرټ والکر بوش سره وعده کړې وه چې راروان کریسمیس کې به جلال اباد په تحفه کې ورکوي، خو افغان غیرتي ولس د دې ټولو امېدونه له خاورو سره خاورې کړل، او جلال اباد یې د دوي قبرستان کړ، کله چې جنګ شروع شو دا امېد کېده چې جلال اباد به د جنرال حمید ګل لمنې ته غورځېږي، خو چې کله افغان ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب الله خپل ځمکني او هوائي ځواکونو ته دحرکت او ځواب امر وکړ نو افغان ملي ځواکونه لکه ابابیل داسې له هوا او په ملي نغمو سمبال د ځمکې دلارې ورباندې حمله شروع کړه او د جنرال حمید ګل فوځونه یې داسې مات کړل چې تر لاهوره یې د فوځ او د دوي د لاسپوڅو پښې نه ټيګېدلې، د افغان فوځ یو سرښيندوکی پيلوټ چې له ‌‌‌‌‌‌ډېرې جذبې او وطندوستۍ یې خپله جیټ الوتکه د پاکستانۍ جنګي الوتکې سره مخامخ وجنګوله ناست ټول پنجابي او مغربي جنرالان یې د جهنم کندې ته ورسول او خپله یې هم د شهادت جام نوش کړ، انا لله واناالیه راجعون
‎دا جنګ د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب حکومت لپاره یو یادګاري او تاریخي جنګ وو چې د پنجاب څلورنیم سوو جنرالانو په شمول درې نیم زره فوځيان او د دوي لاسپوځي جنګیالي مړه شول.
‎چې وروسته ‌‌‌‌‌‌ډېرو شاعرانو دې جنګ ته سندرې او غزلې ا‌ؤلیکلې چې مشهور پکې دادی
‎پنجابېان او وهابېان دې ځان خبر کړي
‎هر سنګر د پښتونخوا جلال اباد دی