کور / تازه خبرونه / نن د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کي لاریونونه کیږي

نن د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کي لاریونونه کیږي

د سولي ولسي حرکت پتېیلې ده چي نن د افغانستان په شلو ولایتونو کي د جګړې پر ضد او د اوربند غوښتني لاریونونه وکړي.

په یو شمېر ولایتونو کي دا لاریونونه اوس روان دي په نورو کي د ورځي په اوږدؤ کي پیلېږي.

د سولي ولسي حرکت له خلکو د پراخي برخه اخیستني غوښتنه کړې ده.

له جګړو ستړی سوی ولس د سولي حرکت هڅو ته هیله من دی.

دا لاریونونه په داسي حال کي کیږي چي د امریکا، طالبانو او دولت دسولي بین الفغاني مذاکرات وار په وار ځنډېږي خو دلته بیا جګړه روانه ده او د توپکو شپیلۍ یوازي د افغانانو ترمنځ سره مخامخ دي.