کور / شعر / پاکستان مې پر وجدان باندې حاکم وي

پاکستان مې پر وجدان باندې حاکم وي

د سولې نقشه

که د سولې نقشه دا رنګه ترسیم وي
سرنوشت مې سپارل شوی پر غلیم وي

پاکستان مې پر وجدان باندې حاکم وي
او ناموس مې له پنجاب سره تقسیم وي

ایرانی اخوند په ښځه را سهیم وي
د شرف څلی مې وتی له ترمیم وي

کونډه مور مې د رنډیو پر اقلیم وي
دوباره روس پلندر شوی زما یتیم وي

امریکا ته ډېر اسانه دا تصمیم وي
تروریزم مې صفا، سیي رژیم وي

د یورپ انسانیت شر ته تسلیم وي
ناټو نټه را لېږلې له بلجیم وي

ملتونه ملګرۍ باندې نادم وي
بیا په لاس کې د شیطان مې پاک حریم وي

بیانو څنګه چې زه وم هسې برباد ښه!
تر دا هسې سپي ژوندونه مرده باد ښه!

* * * * *

اجازه که نه وي دا چې سم سړی شم
بیا بهتره ده خونخوره لېونی شم

دا چې سپی یم، تر سپي ښه ده چې زمری شم
څیروونکی ځناور شم خونړی شم

که مجبور یمه چې خامخا څاروی شم
غوره داچې ښکرور یاغي غویی شم

که د جنګ د شیطان غېږه کې چرخی شم
بیا به ښه سم سرناخلاصه جنګیالی شم

دا چې چار اطرافه شر ته واښ غوزی شم
تر دې ښه دی چې د اور یو سور غټی شم

که حتمي وي چې د نورو ښکار کبلی شم
بیا حتمي ده زه هم نورو ته مرګی شم

چې په مړو سترګو او ټیټ سر دې ژوندی شم
سمه داچې د مسیح ورور سکنی شم

نه یې کړمه خو که جنګ وو نو جهاد ښه!
د ملي اردو په لار کې زنده باد ښه!

۱۳۹۹/ ۴/ ۹ نیمه شپه- کابل