کور / تازه خبرونه / د سولي حرکت په ۲۰ ولایتونو کي (نور جنګ د څه له پاره؟) ناره پورته کړه

د سولي حرکت په ۲۰ ولایتونو کي (نور جنګ د څه له پاره؟) ناره پورته کړه

نن د سولي ولسي حرکت زرګونو غړو او پلویانو په ۲۰ ولایتونو کي د امن او سولي له پاره لاریونونه، رسنیز کانفرانسونه او اعتراضیه غونډي وکړې.
د حرکت غړو د دغو لاریونونو پر مهال د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چي، یوه خپلواک هیئت ته دي واک ورکړي، څو د دوی تر منځ د سولي په برخه کي کار وکړي.
د سولي ولسي حرکت زرګونو غړو او پلویانو له نړیوالي ټولني، اسلامي هیوادونو او د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چي د سولي د خبرو د تېزوالي سره، سره باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړه سي.
د همدې حرکت غړو په ۲۰ ولایتونو کي نن د لاریونونو او اعتراضونو پر مهال ګواښ وکړ چي، دوی به د جګړو په وړاندي چوپ پاته نه سي.
دغو زرګونو کسانو پر ټولو هیوادوالو ږغ وکړ چي، نور سکوت مات کړي او د جګړې په ختمولو کي دي برخه واخلي.
#سوله# صلح #PPM