کور / سياسي / د وجدان په حکم

د وجدان په حکم

لیکوال:محمديار

ډېر تفاوت شته په انسان کې د معنا په لحاظ
واړه مشغول دي ځینې ځان ځینې جهان جوړوي
استاد ګل پاچا الفت

دا د وجدان زېږنده مقوله نه ده چې: “اول ځان، پسې جهان”
ګومان کوم استاد الفت هم، د معنادار انسان ماهیت، د دغه متل په برعکس معیار کې نغښتی ګاڼه، یانې: “اول جهان، بیا ځان؛ یا ممکن، ګرسره جهان”

دوامدار مردار جنګ زموږ فردي و ټولنیز وجدان بد را مسخه کړ، د مسخې دا سلسله لاهم روانه ده؛ اوس که د وحدان نوم اخلې، ښایي مسخره شې چې دا د فیل په غوږ کې بیده لالا ته ګوره چې لاهم وجدان د یوه انساني معیار و ضرورت په توګه ور ته مطرح دی، یا ممکن فکر وکړي چې د عادت یا عامه غولونې لپاره یې استفاده کوي، مګر څنګه یې کوئ! ماته خو مطرح دی، ریشخندوئ مې! یامې لوده ګڼئ! زما وجدان پر ما حاکم دی، لامې یې له فرمانه د بغاوت جرآت نه دی کړی او هیله مې دا ده چې د خپل ټولنیز باغيانه مشرب سره- سره، هیڅکله د وجدان په مقابل کې، د دغسې نافرمانۍ توان و نه مومم.

زموږ د جمعي بې وجدانۍ په حاکم وضعیت کې، د ډېرو نورو تراژیدیو تر څنګ، یوه دا هم را پېښه ده چې دا مهال له وطن، دولت- ملت، نظام او نورو ملي- انساني ارزښتو سره، زموږ د مخالفت و موافقت معیار، زموږ د امتیازاتو کچه ده؛ یانې زه څومره دولتي امتیاز لرم چې په هماغه تناسب باطل ته حق ووایم! او ځان دو آتشه وطنپرست و بشرپال مدني وښیم! یا څومره محروم کړه شوی یم چې په هماغه اندازه سپین تور وګڼم! او د قانون و نظام پر ضد هم خوله خلاصه کړم! دا خصلت ممکن زموږ په ټولیز روان کې هم ریښه ولري ځکه: “چې زه کونډه یم، پر دنیا دې مړوښه پیدا نه شي.”

فاجعه ده چې کله یو څوک د ملي ارزښتو دفاع کوي نو پرته له دې چې د هغه په دولتي موقف او امتیازاتو په سطحه خبر اوسو، اوتومات مو دا قضاوت وي چې ولا یار لالا خو له مفتو دولتي امکاناتو برخمن دی! او برعکس، پر دولت د یوه چا نقد بیا د هغه د وزګارۍ سند راته ایسي چې تر ډېره بریده، زموږ د ننني وضعیت حقیقت همداسې هم دی او د اوږده ناانساني جنګ په حتمي نتیجه کې، زموږ عادت همداسې جوړ شوی دی؛ ممکن دا یوازې زموږ د اوږده بحران- ځپلي ذهن نتیجه هم نه وي، بلکې یوه همېشنۍ ټولنیزه ناروغې مو وي ځکه دا متل چې د همدغسې ټولنیز خصلت محصول او له پخوا څخه مو یوه مشترکه تجربه و عقیده ده چې:
“پیشي د خدای لپاره موږک نه نیسي.”

خو د افغانستان د معاصر تاریخ وروستیو جنګي شرایطو او د هغو په پایله کې، زموږ مادي و مانیزې بربادۍ، نن موږ د وجدان د نړېدونکي پاڼ پر ژۍ درولي یو؛ که مې لوړ دولتي موقف، پرېمانه امتیازات او نامشروع ګټو زمينې په برخه وي نو هم وطندوست یم، هم قانون ښه شی دی، هم نظام انساني دی او په هر اړخ کې سم سمکی واکمن دی؛ که دا نه ول بیا نو وطن جهنم دی یا اصلن د دا وزګار معترض هیله دا وي، که جهنم نه وي، هم دې یې خدای جهنم کاندي، خو زه د دغسې ذهنیت خلاف، د ځان اړوند یوه ټوکه کوم؛ تاسو، آن زما د خپلو ځینو سیاسي همصنفیانو سره یوځای، پر ټوکه نه، بلکې پر ځان خندوم او له دې خندا مو خوند اخلم:

زه دې وچ هډوکي شپېلم خو ملت مې دې سلطان وي
دا زما د سخن سیوری په معنا کې همایون کړې

له دې بحثه مې موخه دا ده چې ځینې کسان باید د خدای لپاره هم موږک ونیسي او زه یو له هغو یم چې د خدای لپاره هم موږک نیسم؛ زه چې کله د جمهوریت، دولت- ملت، اساسي قانون، بشري حقونو، نونس کلنو بریاوو، افغان امنیتي و دفاعي ځواکو او افغان- ضد خارجي استخباراتي رذالت و تروریسم په وړاندې، د خپل فساد- ځپلي حکومت په حمایت څه وایم نو دومره نژدې دوستان مې چې نور نو را نژدې کېدای نه شي، هم باور لري چې لکه له ښو پرېمانو حکومتي خیر- ښېګڼو برخمن یم، په داسې حال کې چې ښه مې پېژني چې په ګرد ژوند کې مې، آن یوه ورځ هم، رسمي دولتي دنده نه ده اجراء کړې؛ دامې نه افتخار دی، نه عار چې هیڅکله مې دولتي وظیفه نه ده لرلې، بلکې د یوه ساده حقیقت په صفت یې یادونه کوم او غواړم دا ووایم چې د ملي- انساني ارزښتو دفاع باید د کوم مقام و شخصي مفاد له شرط سره نه وي غوټه، یا د نقد و مخالفت عامل یوازې شخصي وزګارې نه وي؛ ماته مې عقلانیت یو لړ مثبت ارزښتونه را پېژندلي او وجدان مې په ډېر لوړ قیمت، د هغو د ساتنې لپاره له مینې مالامال ماموریت را سپارلی دی؛ د دې عاشقانه ماموریت اجراء، نه کوم دولتي صلاحیت غواړي، نه د کوم لوړ مقام اجازه یا رسمي جواز؛ نه کومې بودجې ته اړتیا لري او نه هم نورو امکاناتو ته، بلکې یوازې د انساني تعهد او ملي ارادې ظرفیت ته ضرورت لري؛ په ویاړ وایم چې تر اوسه خو لا دغسې توان لرم؛ که بل هر څوک هم وغواړي، په هماغه شېبه کې یې لرلای شي چې باید ویې لري او تر ګردو جانانه نادوده خو یې لا دا چې د عاشقو مبارزینو په مذهب کې، د دا ډول وظایفو منل پاداش نه لري، ممکن په ځینو مواردو کې، دغسې مامور ته د حق الزحمې پېرزوینه، په اصل کې د هغه توهین وګڼل شي:

عشق د برخې او عوض سوداګر نه دی
هنګامه د خوځېدو او رسېدو ده
نه له چانه څه اسره کړي نه څه غواړي
په ذره کې غریزه د لمرېدو ده
لایق

دا ډېره بده قاعده ده چې نن پر نرمه حکومتي چوکۍ ناست وي، نو هرڅه سپین ویني اما که اړخ ته شو بیا نو دولت نه وي، بلکې توره بلا وي، آن پر قانون چلیپا راکښل کیږي، د نظام نړولو ضرورت تر هرڅه وړاندې مطرح وي؛ د دغسې لجاجت انجام ته، نه فکر کیږي او نه ور ته مهمه وي چې دا د دښمن او تروریسم پر ژرنده اوبه ور سمول دي؛ دغسې یوې بې انصافه فورمولیټۍ زما غوندې سادګانو کار هم را خراب کړی دی ځکه د دغه بد دود عامېدا په صورت کې، په خپلو ځینو نژدې- نژدې یارانو و خپلوانو هم دا نه شم منلای چې زما وجدان زه داسې تلقین کړی یم چې ملت، مملکت، قانون، جمهوري نظام، ډیموکراټیک انساني ارزښتونه او بشري اساسي حقونه، له هر ډول امتیازه پرته، تر هرڅه لوړ امتیازات دي او دا داسې ملي- انساني معنویات دي، که زما د وطن د مور په لمن کې وجود ولري نور نو که زه لوړ یم یا ځوړ، ځنې برخمن به یم؛ له دې سره- سره چې په ټوله دنیا کې جنګ پر غله دی او د مادیاتو پر ضرورت سترګې پټول، یا درواغ دي یا حماقت! خو زه د دې معنویاتو پالنه او جمعي ذهن ته یې د تعمیم تلاښ، خامخا په مادي امتیازاتو یا کوم دولتي مقام پورې نه تړم او له خپل هر وطندار څخه مې هیله ده چې د موجودي بې وجدانه قاعدې د بدلون لپاره، د وجدان په حکم لاس په کار شي؛ داسې چې زموږ د وطن پرستۍ او لوړو ملي- انساني ارزښتو پالنه باید، د اوس غوندې، یوازې زموږ د دولتي صلاحیت په تناسب نه وي، بلکې داسې یو رسم و باور رامنځته کړو چې یو واقعي انسان، د یوه دکاندار، کارګر، کاسب، ډرایور او یوه ښوونکي په حیث، تر هر لوړپوړي چارواکي د هیواد د ملي پرستېژ او مدني معیارو زبردست مدافع و خدمتګار ثابتېدای شي، البته داسې یو انقلاب د یوه ویښ وجدان په صورت کې ممکن دی، هغه څه چې نن ورځنې مفلسه یو او باید په دې برخه کې د یوه ملت په صفت شتمن شو.

ماته اکثر پېغور راکول کیږي، یا زړه راباندې سوځول کیږي چې له دغه یا هغه ټیم سره دې، دا یا ها وکړه خو هغه دې واک ته له رسېدو سره په کیسه هم نه شو؛ ښه! دا به ومنم چې کومه چوکۍ موکۍ به نه وي راسپارل شوې چې دا باید زیاته مهمه نه وي، بلکې ښه دی چې را سپارل شوې نه ده ځکه زه په دې چاره کې په خپله کمظرفۍ خبر یم چې د چوکۍ پالنې مېړنی نه یم، ممکن د کوم مقام په صورت کې مې وحدان راڅخه مرور شوی وای چې دا به مې تر ګردو لوی زیان وای، په تېره بیا چې په خپل وطن کې مې د بې وجدانو چوکۍ نشینو تماشاوې هم کړي دي:

د وطن پر مخ یې وکړلې میتیازې
د قدرت او د چوکیو لېونیو
پروني ستمګران یې رانه هېر کړل
دې بدعهده، بې وجدانه لېونیو
لایق

اما کله چې له کوم کمپاین سره په ملګرۍ کې، زه خپلو اساسي اهدافو ته رسېدلی اوسم او دا هدفونه د نورو لپاره يوازې په شعار کې جاذبه ولري خو په عمل کې، د دغو جذابو شعارو تر ماسک لاندې، نور اغراض و امراض ور ته مطرح وي نو حتمي خو نه ده چې زه دې هم، په دغسې سپیتانه کې د سیالۍ اتل شم؛ د نورو په نظر به زه ساده، بدقسمته اېسم خو وجدان مې بیا بل څه راته وایي چې هغه د دنیا تر بل هر حکم و قضاوت سکون، سنګینې او هوسایي لري او دا هوساینه چې مې د ځان لپاره خوښه ده، پر خپل هر وطندار، خاصتن ځوان نسل مې هم پېرزو ده؛ البته دا سوء تفاهم باید رامنځته نه شي چې زه ګواکي د دولتي ماموریت مخالف یم، بلکې منطقي و ضروري دا ده چې باتربیه کارپوه، مسلکي و اهل کار اشخاص باید په دولتي دستګا کې ځای پر ځای شي او له دغه ادرسه د خپل وجدان وزن ثابت کاندي، کنه نو د قدرت او چوکیو بدعهده و بې وجدانه لېوني به همېشه د وطن پر مخ د بولو کولو چانس ولري، ولې انساني اصل دا دی چې چوکۍ باید وسیله وي، نه هدف! مګر نن یې سرچپه ګورو چې چوکۍ د هدف معراج ګڼل کیږي او دا دقیق د بې وجدانۍ اوج هم بللای شو.

زما په نظر، تر دې لوی شرم نشته چې چیغې ووهل شي چې له وطن سره مې مینه وکړه، د سر په سودا مې د ملي ارزښتو ساتنې مبارزه وکړه خو څوک مې په کیسه کې هم نه شول او نه کوم آفرین و تحسین را نصیب شو؛ وروره! تانو کوم بل څه کړي دي، مینه دې نه ده کړې! ځکه عشق خپله پاداش دی او تر مینې لوړ ارزښت نشته چې په دې وارزي چې د مینې په مقابل کې عاشق ته ور کول شي.

ته خپله وینه ور نذرانه کړه
دا حتمي نه ده چې ته به بر شي
قرباني هسې د مینې کار دی
عوض یې نشته چې پرې خبر شې
لایق

د ۲۰۱۹ په ولسمشریزو ټاکنو کې، له دولت جوړوونکي ټیم سره په ملګرتیا کې، زما او زما د سیاسي مکتب موخه، په رشتیا د قانون د حکم پر اساس، د انتخاباتو له لارې، د جمهوریت بقا وه او جمهوریت هغه بې بدیله ملي- انساني ارزښت دی چې حتا په افغانستان کې، په همدې لړزېدلي وضعیت کې هم، د افغانستان د داخلي و خارجي حریفانو و تروریستانو د سترګو اغزی دی؛ دلیل یې دا دی چې یو خو د دغه ولسواک نظام په دوام و ټینګېدا سره، افغانستان د نړیوال وقار خاوندېدای شي او زموږ ځینې بدبین ګاونډي، زموږ دا وقار، په سادګې سره ځان ته ګواښ ګڼي؛ دوهم داچې زموږ بشري- فرهنګي حوزه، د همېشنیو دکتاتورو رژیمو له تراژیدۍ رنځیږي، که موږ د ډیموکراسۍ په یوه کامیاب انساني مثال بدلیږو نو د سیمې د استبداد- ځپلو ولسو لپاره د الهام سرچینه ثابتېدای شو، لکه د مشروطیت په دوران کې مو هم، پر سیمه دا ډول اغېز ثابت شوی وو، ځکه خو د پاکستان جدي هڅه وه چې زموږ د همدغه متزلزل جمهوري نظام د بیا انقطاع او محوې لپاره، د عمران خان له خولې، زموږ د ټاکنو مخالفت وکړي؛ ورسره ایران هم همداسې بې منطقه هبله لرله او د خپلو ترهګرو له خوا یې، افغان ولس ته مسلسل د مرګ د اخطارو اعلامیې خپرې کړي؛ هغوی که افغان ولس ته د مرګ اخطار ور نه کړي هم ملت و دنیا پوهيږي چې د دوی خصلت و عبادت وژنه و ورانونه ده اما دا چې بیا د ګواښو کریږي وهي، اسانه پوهېدای شو چې زموږ د ملي- انساني ارزښتو د پایښت پر ضد، د هغوی کرکه، جهل او جنایت څنګه په اوج کې موجونه وهي!

تر ټولو دردوونکې خو لا داچې هغه د ډیموکراسۍ سالار او د افغانستان ستراتیژیک ملګري، د امریکا متحده آیالات هم، د مسخره سولې په نوم، زموږ د انتخاباتو مخالفت وکړ او نړیواله ټولنه هم، د همدغه نړیوال انساني ارزښت پالنې لپاره چې تر پرونه یې د هغه د بنسټي کېدا په شعار تر غوږو ستونی شلاوه، تر وروستي بریده سړه ایسېده؛ ریشخند لادا چې له دولتسازه پرته، نور ټول ټیمونه چې هم کاندید ول، هم یې بیانونه د ټاکنو پر ضد ول او سوله یې غوښته، هغه مسخره سوله چې امریکا او پنجاب غوښته، یانې بیا د طالباني امارت حاکمیت! هماغسې لکه امریکا چې ورسره، د همدغه امارت په نوم تړون لاسلیک کړ او دا بیا د نړیوال حقوقي نظام په تاریخ کې، د یوې بلې استثنایي مسخرې سوژه ده چې د تړون یو اړخ یې امارت دی خو په قوسینو کې یې ور ته لیکلي چې موږ امارت په رسمیت نه پېژنو! مګر یوازې د اشرف غني کمپاین وو چې د حمهوریت پالنې په هدف، له ټاکنو نه پر شا کېده، همدا دلیل وو چې یوازې همدغه انتخاباتي کمپ، د انسان- ضد عناصرو له خوا، د مسلسلو تروریستي بریدو نښه وګرځېد؛ د کمپاین د پبل په لومړۍورځ، د ټیم د لومړي مرستیال -امرالله صالح- پر کور پېچلی ترهګریز یرغل، په دوو لسیزو کې بېساري وو او بیانو تر پایه پر موږ دغسې تروریستي خونرېز دوام وموند چې دوې نورې بېلګې یې، په کندهار کې د کمپاین پر دوو دفترو او د پروان پر ستر کمپایني نمایش وحشیانه حملې وې.

شک نشته چې په همدغه ټیم کې به، د جمهوریت او دولت جوړونې له موډرنو و مدني مفاهیمو څخه، د ځینو سړیو و کړیو له خوا، یوازې د شعار په حد کې، د ځان پړسولو لپاره سوء استفاده کېده او ډېر کسان پکښې ښه سم وپړسېدل، خو زما لپاره، د خاصو شرایطو په درک او زما د موخو په نسبت، دا مهمه نه وه چې د چا نیت و غرض څه وو، بلکې طلا دا وه چې زما د وجدان په حکم، زما هدف څه وو/ دی! ما د کمپاین له پیل سره، ولس ته لیکلی سند ور کړ چې په اقتصادي لحاظ منفي راغلی یم؛ دوهم سند دلته ثبتوم چې د ټیم له بریا وروسته هم، منفي ځنې ولاړم او د دې محاسبې لپاره، هر وخت، هر چا ته حاضر یم.

ځینو خو لا دا ګپه هم کوله چې غني د سولې مخالف دی او د جمهوریت په نوم، د ټاکنو له لارې، د خپل قدرت بقا تضمینوي؛ جالبه ده! دا ټیک له ټکو څخه یو هغه اساسي ټکی وو چې زه یې له خپلو جمهوریپالو ملګرو سره یوځای، د ژوند په قمار، له دغه ټیم سره نژدې کولم، څه مانا؟

مانا مبهمه نه ده خو بیاهم، چې سیاسي شعور په داسې کچه وي چې مخالف د هغه څه له امله اعتراض درباندې کوي چې هغه اصلن ستا هدف، شعار او عمل وي، بیانو مجبور یې چې د سر خلاصي هڅه یې وکړي؛
هوکې! اول خو غني د هغې سولې مخالف وو/ دی او باید وي چې افغانستان بیا لاس و پښې تړلی، پاکستان ته سپارل شوی وای، له بده مرغه، دغه ډول هیله او هڅې اوس هم محسوسې دي؛ دا نه سوله وه، نه ده چې د افغانستان پر ملي اقتدار او ځمکنۍ بشپړتیا د لیلام اعلان شي؛ دوهم داچې بې له شکه غني د خپل سیاسي واک دوام غوښت، د همدې لپاره یې کمپاین کاوه خو د واک دوام یې د قانون پر بنسټ، د جمهوریت په چوکاټ کې غوښت؛ بله داچې د نورو، تقریبن ټولو ټیمو شعارونه کلي، ذهني و انتزاعي ول اما د دولت جوړوونکي، نوم و شعار دولت جوړونه وه؛ موږ له یوې خوا د دوات- ملت جوړونې په موډرن ماهیت او د افغانستان لپاره یې په ضرورت پوهېدو؛ له بله اړخه، دا هم راته ښکاره وه چې د ټیم د درو دانشمنو مشرانو “ډاکتر اشرف غني، امرالله صالح او استاد سرور دانش” له منځه، دا نوم او دا شعار، هسې هوایي نه وو راپورته شوی، بلکې د هغه د اړتیا له ژور درک څخه را زېږېدلی وو؛ البته دلته د هغه د تطبیق پر مساعدو شرایطو یایې د ارادې پر کچه بحث نه کوم او د همدې لپاره زه له خپلو سیاسي مکتبیانو سره په هماهنګې، ور سره ملګری شوم ځکه زه د ودان افغانستان ګوند د غړي په توګه، چې ګوند مې د مشروطیت غورځنګ برحق وارث دی، نو مشروطیت خو ټیک همدغه جمهوریت او د هغه په زمبنه کې د دولت- ملت تشکیل دی؛ شخصن زه چې د واګ کړنلار او د غني لرلید پرتله کوم نو فکر کوم، که کوم نابلد کس دا دوې دورنماوې سره ګوري نو سوال به ور ته پیدا کیږي چې کومه یوه به یې له بلې اخیسته شوې وي ځکه سره ورته دي؛ د دومره همرنګۍ په صورت کې، که موږ په دغه قطب کې نه درېدو، چیرې به تلو؟ بیا په داسې حال کې چې دښمن مې دا ظرفبت و اراده تاواني ګڼله نو زما ذهن اوتومات راته ویل چې نو زما په ګټه ده.

داچې یوازې د جمهوریت تر چتر لاندې، د افغانستان د مدني نېکمرغۍ او ټولنیزې ښېرازۍ تضمین تر لاسه کولای شو ځکه خو زموږ خارجي و داخلي دښمنان، آن هغوی چې په خپلو کې هم سره دښمنان ول خو د خپل مشترک مستبد ماهیت له امله، د جمهوریت په وړاندې، په ناآګاهانه توګه، یوه واحد قانون- ضد صف ته سره ور ټول شول؛ جالبه یې نه ګڼئ چې دغو ضد و نقیض اړخو، سوله د ټاکنو د بدیل په توګه وړاندیزوله؟ هغه سوله چې خپله د همدوی له لاسه ورکه ده؛ خپله همدوی د اوږده ناانساني جنګ مخکښان ول او سوله یې هم په داسې ماشومانه انداز غوښته لکه سوله چې آیسکریم وي، داچې کوشني دې په ژړا وغوښت، پسې وځغله او د سترګو په رپ کې یې ور ته راوړه؛ ډاکتر عبدالله به په کمپاین کې ویل چې که د ټاکنو په شپه هم سوله راشي، نو تر انتخاباتو تېر او سولې ته لومړیتوب ور کوي؛ لکه سوله چې خوب وي، خپله راتلای شي! هغه هم د ټاکنو په شپه! دوی ځکه داسې سادګې پروډیوسوله چې له یوې خوا یې له مسایلو، مفاهیمو، شرایطو او بهیرو ژور علمي درک نه لاره؛ دوهم داچې ایمان یې پر دې کلک وو چې هر څه خارجي بادار لازمه وګڼله، هغه به کیږي او دوی خو په ټول ژوند د ملي ارادې تمرین نه لاره او تل د بل په ریموټ لټېدلي روبوټونه ول؛ پر دې کلیماتو به احساسات غالب وي خو د شعوري اشخاصو لپاره یې حقیقت هم د درک وړ دی؛ د چا چې د خپل ملي ناموس په باب، د “آی ایس آی” پر اراده ایمان وو نو هغوی د عمران خان دا بګتۍ ور پسې تکراروله چې تر انتخاباتو سوله مهمه ده، لکه “آی ایس آی” او پاکستانی پو ځ چې زموږ په سوله پسې مړ- مړ وي! دا څنګه یو څوک منلای شي چې پاکستان و تروریستان په افغانستان کې سوله غواړي؟ او هغوی چې امریکا یې د خپل تقدیر مالک ګاڼه نو د ټرمپ ټویټونه ور ته آسماني وحیې ایسېدې او ور ځنې انکار کفر! مګر په دې منځ کې، یوازې له دولتساز ادرسه، دا قاطع جدیت اعلان وو چې هغه اساسي قانون دی! او دغه یې پر ټاکنو حکم! دا به د ځینو داخلي انارشیستو او خارجي فرصت طلبو پر طبع برابر نه وي، نو نه دې وي! خو د افغانستان د ملي بقا تضمین، د همدغه حکم په تطبیق کې نغښتی دی؛ که په دننه و دباندې کې، هر څومره بې منطقه و قانون- ضد بغارې ووهل شوې، دولت جوړوونکي ټیم یې په رشتیا اورېدو ته غوږونه نه لرل او د ملي ارادې تمثیل یې خپل ملي رسالت باله، ممکن ډېر به صادق هم نه وو خو په پرنسیپ کې همدا موقف قانوني و منطقي او تر د‌ې غوره بدیل هم وجود نه لاره؛ زه چې د همدغه هدف لپاره، دغه صف ته ورغلی وم، هغه مې تر لاسه کړ او که د ورته شرایطو تر جبر لاندې، لس و سل واره نور هم، د ورته ټاکنو فرصت برابر شي، بل بهتره الټرناټیف و نه شم موندلای نو بیابه یې هم په ورته هدف و روحیه تکراروم ځکه د امریکا او نړیوالې ټولنې د ټولې بې غورۍ په فضا، د اکثرو کاندیدانو د بې شرمۍ او سیاسي ناداني په حال و هوا، د سیمې د استخباراتو د همېشنۍ نامردۍ په دنیا او د بدې تروریستي سیلۍ په چلېدا کې ټاکنې وشوې، د قدرت د ناقانونه جریان مخ ډب شو، د قانون حکم، په نسبې توګه تطبیق او د جمهوریت د وجود دوام تضمین شو:

ویاړه ویاړه د وطن د زړه ارمانه
چې ویرانه بتخانه دې آذري شوه
ستا د غرو رغو د خاورو په جنت کې
را اوچته نوې ځوانه جمهوري شوه
لایق

البته، نه په ایډیال ډول، خو زموږ سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته په کتو یې، همدغه رنګه نتیجه طبیعي و مطلوبه وه؛ تر دې بهتر بدیل نه چا را وړاندې کړای شو او نه یې اوس څوک ښوولای شي؛ کله چې معترض یا منتقد، معقول بدیل یا د حل منطقي لار و نه لري بیا یې اعتراض هم، یا د ناپوهۍ او عقدو زېږنده ګڼلی بویه چې خپله یې هم، د خپل اعتراض په منطق سر نه خلاصیږي یا د نورو ناوړو اغراضو په مرض لړلی! چې په هر صورت سر په ګرځول، وخت ضایع کول بوله؛ مثلن، ځینو د پنجاب و خارجي مغرضینو پر مذاق برابر، هغه “مؤقت حکومت” غوښت چې په ۱۳۷۱ کې له راولپنډۍ را وارد کړه شو، ځینو “د سولې حکومت” په نوم ټوکې کولې، “د کاندیدانو شورا” په نوم هم، یوه ګډوله وه، هغو بیا د “انتخابات محوره مشارکتي حکومت” ډیزاین وړاندیز کړ؛ عبدالله بیا د “همه شمول حکومت” مړۍ وهله، هغه چې بیخې یې اعلان کړ، د خدای پر کلام یې لوړه وکړه، یونیم والي یې هم وټاکه؛ مقصد دوی ټولو، له بهرنیو استخباراتي او تروریستي کړیو سره، په نادره بې پلانه و نامستقیمه همږغې، داسې حکومت غوښت چې د قانون پر بنسټ نه وای، نور چې په هر نوم او شکل وای، پروا یې نه کوله، ځکه چې د قانون له مخې به، ټاکنو یو ګټونکی درلود او دوی هر یوه چې خپل وزن ته کتل نو اکثر یې داسې ول چې پارلمان ته هم نه ول کامیاب شوي؛ له قانوني حکومته پرته، بل په هر ډول چوکاټ کې، دوی د خپلې سیاسي دکاندارۍ او کثیفې سودا چانس لیده.

تاسو د دې تراژیدۍ ننداره وکړئ! د دولتساز ټیم تر بریا وروسته، تر دا مهاله، څوک چې د مخالفینو په شمول، حکومتي شول، راضي او څوک چې د دولتساز د ملاتړو په ګډون، دباندې پاته شول، ناراضي و اعتراضي شول؛ د ټیټ لېول وګړي خو لیرې پرېږده، هغه ډاکتر عبدالله او نامتجانس ټیم یې، چې د دولتساز، بالخصوص اشرف غني په وړاندې یې، د سیاسي، دیني و ټولنیزو اخلاقو یوه سره کرښه هم بې پایمالېدو پرې نه ښوده؛ بالآخره یې، د بې وجدانۍ په نمایش سره، ځان په مفته کې، په نیم حکومت ور شریک کړ او نن ښه پکښې خوښ دی؛ حنیف اتمر د خپل آرام و مؤدب شخصیت سره سره، د سیاسي قدرت په لوبه کې، پر ځان د اکثرو معلوم الحاله جنایتکارو ټولۍ ور ټوله او په هېښوونکو احساساتو یې د غني سپکاوي ته خوله واچوله، مګر د بهرنیو چارو وزارت په امتیاز سره، هر څه په خیر تېر شول! په دې منځ- منځ کې د ابراهیم الکوزي، صدیق پتمن، ……کلکاني او امثالهم مثالونه خو په یادونه هم نه ارزي؛ ښایي یو زه او د فکري ښوونځي اکثر ټولګیوال به مې وي چې هم له هر ډول امتیازه فارغ دباندې یو، هم بد رد نه وایو؛ د دا بل ناوړه رواج په رامنځته کېدو مو هم سر خلاص دی چې نن- سبا د واک و مقام ګټنې لپاره تر ټولو ښه قیمت، تر ګردو ګاټه ښکنځل دي، که داسې نه وي نو عبدالله، اتمر، پتمن، الکوزی، کلکاني او….. خو د غني ثناخوان نه ول، خو موږ د جمهوري نظام تر چتر لاندې، د ملي ارزښتو پالنې ته، په نارمل توګه دوام ور کوو، نقد کوو، فساد غندو، طرحې وړاندیزوو خو د خپل ذوق و شخصي ضرورت په حکم، د خارجي غلیم و ترهګرۍ پر ژرندو اوبه نه ور سموو چې دا کار، په دغه میتود سره، نه د جنګسالارۍ و زورواکۍ تر جبر لاندې ممکن دی، نه د طالباني مطلق العنان استبداد د انتحاري په حضور کې؛ همدلته ده چې هغه د کورنۍ غړي مې، چې سم دم مې ویني چې کرنتین یم خو بیامې هم، د ملي ارزښتو ساتنې مبارزې ته په کتو، یقین لري چې پیشي د خدای لپاره موږک نه نیسي نو په هغو به د وجدان حکم څنګه ومنم چې له نژدې مې نه پېژني او د دوی خپله هم، همدا فورمول په ایمان بدل شوی چې که غوړه را رسېده نو بیا وطن، ولس او نظام دې زنده باد وي مګر که مې حکومتي ارګاه بارګا برابره نه وه نو وطن دې اور واخلي، ولس دې ومري او نظام دې نسکور شي؛ ځکه: “چې زه کونډه یم پر دنیا دې مړوښه پیدا نه شي.” دوی د چیغو ټېکه دارانو ته به له دې پرته بل څه وایې:

په خوله وایي خو په زړه یې وطن نه دی
دا د چیغو ټېکه دار دی، مبن نه دی
هغه ګوډی چې خپل تن ته وطن غواړي
غمباده د خودخواهیو ده، تن نه دی
لایق

د ناشناختو خو لا په هر صورت، ډېر درد د سیاسي فکري ښوونځي د یو- نیم همصنفي دا پښېمانې را کوي چې:

“که داسې خبر وای نو په دې مبارزه کې مې برخه نه اخیسته.”

وروره! ته نو ولې خبر نه وې؟ زما و ستا فیصله خو د حالاتو په تشخیص سره، شعوري و جمهوري وه! ما و تاته چا دا تضمین راکړی وو چې هرڅه به خامخا زموږ پر سلیقه و ذایقه عیاریږي؟ آیا موږ دغسې وضعیت ته پېشبین نه وو؟ آیا موږ د خپل سیاسي ډسپلین په حکم، د جمهوري ارزښتو د دفاع و بقا په ارمان، د دغه ملي سنګر سرتیري نه شوو؟ آیا د ملګرو په اتلواله مقابله سره مو، دا بقا یقیني نه کړه؟ آیا د مقابلې په یوه اړخ کې انسانپال جمهوریت او په مقابل خونړي صف کې یې امارت، توپکواکې، اوباشي، ترهکري، د ټرمپ غولډنګې، د پنجاب ناانساني پالیسې، د سپاه پاسداران بشر- دښمنې او نړیواله ناځوانې سره هماهنګ شوي نه ول؟ او آیا موږ و نه ګټله؟ سمه ده چوکۍ به مو نه وي ګټلي چې هغه زموږ د سترو اهدافو په وړاندې، چنداني ګټه هم نه ده ځکه که له سیاسته موخه تجارت نه وي نو د خدمت مقام یوازې وزارت، معینیت و ریاست نه دی، بلکې د شخصي مزدورۍ په هر لېول کې، تر صداقت لوړ خدمت نشته خو آیا د نظام جمهوري تداوم مو، له یوې بلې فاجعه بارې انقطاع و نه ژغوره؟ هغه انقطاعات چې په وار وار یې د بدو تراژیدو بربادیو کندو ته ور غورځولي یو! کله چې پاکستان په خپل غونډ دروغجن جمهوري تاریخ کې، د دوو لسیزو مسلسله ملکي- جمهوري واکمنې نه ده تجربه کړې، بشري حقونه و ارزښتونه تر موږ زیات پکښې پایمال دي نو څنګه به، زموږ د جمهوري نظام په شل کلنه بقا نه سوځېده؟ او اوس په لا زیاته غوسه، زموږ د نظام بېخ ایستو ته دسیسې سنجوي او توطیې ډیزاینوي خو زموږ بعضي بې وجدانه یې بابېزه ګڼي؛ دا هم سمه ده چې زموږ دا دعوې او دا موخې به د نن په شرمېدلي سیاسي بازار کې د محاسبې وړ نه وي نو نه دې وي، خو آیا موږ ته تر ایمان کم ارزښت لري؟

داچې تر دغه بري وروسته، د سلو و زرو نورو داخلي، سیمییزو او نړیوالو ګواښو او د ترهګرۍ د توپانو څپو اخیستي یو نو د یوې شعوري سیاسي کتلې په توګه، دا توقع راڅخه کیږي چې د عینیت په حکم سره، د دغو توپاني جریاناتو، شیطاني تعاملاتو او بې قاعدې معاملاتو دقیق منطقي درک ولرو؛ هغوی چې افراد دي، د هغو یې د بلا، هغوی خو د فردي سیاست د منطق له مخې، نه خلکو ته د مسؤلیت احساس لري، نه د جواب تشویش، مګر موږ خو اوږدمهال ستراتیژیک فکر لرو؛ د دغه فکر د تطبیق زمینه یوازې و یوازې د جمهوریت تر سایوان لاندې د برابرېدا وړ ده؛ موږ باید دا درک و درایت ولرو چې چې د نژدې پنځو لسیزو منحصر بفرد بحران و استبداد ته، یوه یا څو دورې انتخابات د وروستي ټکي کار نه شي ور کولای، په بشري تاریخ کې لا تر اوسه دغسې یوه معجزه نه ده شوې او نه به وشي، خو دغه طرف ته د تګ یو و دوه ګامونه ګڼل کېدای شي.

زموږ ځوان نسل باید دوو ټکو ته جدي توجه وکړي؛ یو داچې ملي- انساني ارزښتونه وپېژني او بې له شخصي مرضه و اسرې یې دفاع ته اوږه ور کړي؛ دوهم داچې د خپل اکاډمیک ظرفیت و بشري وجدان ودې ته کلکه ملا وتړي او سبا چې د وطن د رهبرۍ و مدیریت مسؤلیت ته اوږه ور کوي نو نه باید وارخطا وي، نه ملاماتی ځکه که دا نسل غواړي یا نه، بالآخره به د ظالم او فاسد زوال حتمي او د مسؤلیت دا بار به د ده پر اوږو پروت وي نو ښه دا ده چې نن ډېر الپته نه شي، بلکې سبا ته ښه سم اماده شي او نن د همدغه نیمچه جمهوریت د بقا ږغ اوچت وساتي.

زموږ بې رنګه او بې خونده ژوند به تېر شي
سم ملت او نوی ژوند به را برسېر شي
ولې هیڅکله به نه شي چې له خلکو
زموږ بې رنګه او بې خونده ژوندون هې شي
لایق

۱۸ سرطان ۱۳۹۹