کور / #PTM / ایف سي د چمن خلک له اوبو بې برخي کوي

ایف سي د چمن خلک له اوبو بې برخي کوي

دا ږغ پورته کړئ.

د چمن د ميرالزو په سيمه کې د اوبو پائپ لاين پر سر خلک د سلا سره راوتلي دي هسې هم يو وخت د جنګ امکان شته نو خدای مکړه چې سبا يې پر جنازو ژاړو د ښار د انتظاميې او د قومي مشرانو څخه جدي غوښتنه کوو چې اوس يې لا غوښتنې ومنئ او ستونزه يې حل کړئ
يادونه
د پنځوسو کلونو راهيسي د اوبو يو لوی پائپ د بوغرې څخه راوتلی دی چې د ايف سي قلعې لره راغلی دی نو ددې سيمې زياتو خلکو کنکشنونه کورونو ته ترې بېولي دي نو اوس د سيمې ځينو خلکو د ايف سي سره لاسليک کړی دی چې پائپ ددې ځای څخه وکاږي او پر بله لار يې بوځي يوازې قلعې ته اوبه ولاړي سي نو د سيمې نور خلک دا په هیڅ صورت نه مني زکه په دا سپېره دښته کې نور هيڅ نشته
او هېره دې نه وي دومره ډيرې اوبه دي چې يوه قلعه څه د لسو قلعو هم بس کيږي
حکومت د چمن پر خلکو ډول ډول منصوبې عملي کوي چې دا خلک مجبور شي او سيمه پريږدي زکه دوی دا سيمه پر چينايانو پلورلې ده