زابل کې  د کانکور ازموینه واخستل سوه

Aziz Rahman Hazim | جولای 19th, 2020


زابل کې د ۷۲۹ کسانو څخه د کانکور ازموینه واخیستل سوه چې له شمېرې څخه يې ۳۸ نجونې وې

د زابل والي جنرال محمد نبي احمدزي وویل چې سږ کال به زابل پوهنتون ته هم زیات شمېر زابلي زده کړیالان جذب سي هغه وویل چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د زابلي کانکور ګډون کوونکو شمېر زیات سوی دی

ښاغلي احمدزي وویل چې کوښښ به وکړي ترڅو زابلي زده کوونکو ته د لوړو زده کړو په برخه کې ښې زمینې مساعدې کړي او په دې برخه کې وسره همکاري وکړي

د زابل د پوهنې نصرالله زاهد وویل چې دا مهال زابل کې د پوهنې وضعیت ښه دی او کوښښ کیږي ترڅو په دې برخه کې لاهم زیات کار وسي

Copyright Larawbar 2007-2024