کور / راپور / د ګمبېري ډاګ د هوايي ډګر کيدو په مخالفت په ننګرهار کي پراخ لاریون وسو

د ګمبېري ډاګ د هوايي ډګر کيدو په مخالفت په ننګرهار کي پراخ لاریون وسو

نن د باور غورځنګ زرګونو غړو د ننګر هار ولایت د ګمبېري ډاګ د هوايي ډګر کيدو په مخالفت په ننګرهار ولایت کي پراخ لاریون وکړ. په دې ولایت کي د باور غورځنګ غړو وویل چي په ننګرهار ولایت کي د ګمبېرۍ ډاګ د شهید سردار محمد داوود خان د ماسټر پلان له مخې زراعتي ځمکه وه او د دې ځمکي لپاره د کونړ پر سیند باید بند جوړ سي، چي د دې هدف د پوره کولو په موخه جاپان الاصله افغان ناکامورا د پاکستان لخوا ووژل سو تر څو دلته بند جوړ نه سي او د کونړ د سیند اوبه پاکستان ته روانې وې. اوس چي افغان حکومت د ماسټر پلان برخلاف پر دې ډاګ هوايي ډګر جوړوي، دا په دې مانا چي افغان حکومت دا کار د پاکستان په خوښه کوي. حال دا چي د ياد هوايي ډګر لپاره په ننګرهار که وړاندې لا دوه لوی او مناسب ډاګونه (څلوزو او روداتو) ډيزان سوي دي. موږ په هيڅ قیمت حکومت ته اجازه نه ورکوو چي زموږ د هغو سرتېرو پر سر دې معامله وکړي چي شپه او ورځ د دې هېواد د نواميسو د ساتلو لپاره خپل ځانونه قرباني کوي.

پاکستان او ایران هره ورځ د ترهګرو په وسیله زموږ سرتېري، سپین ږیري، سپين سرې، ځوانان او ماشومان را شیهدانوي، ځوانان مو سوځي، په اوبو کي یې غرقوي، او کونړ مو په راکټونو راولي، د ترهګرو په وسیله زموږ جوماتونه، کورونه او حُجرې ورانوي خو زموږ خاین چارواکي دوی ته د ګمبېرۍ ډاګ ډالۍ کوي. نور افغان ملت نه ويده دی او نه هم ناپوه، موږ راولاړ سوي يو او د دغسې وطن فروشۍ مخه نیسو. تر اختر وروسته به په ټول هېواد کي د لسګونه زرو کسانو حرکتونه رامنځته کوو او د دې هېواد برخليک به اوس موږ ملت ټاکو نه خاین او له غربه راغلي مېلمانه چارواکي.