کور / تازه خبرونه / دجنوب غرب حوزې ځوانانو په کابل کي داحتجاج پرلت کي ناست دي

دجنوب غرب حوزې ځوانانو په کابل کي داحتجاج پرلت کي ناست دي

نن دریمه ورځ ده چي د زابل، کندهار، هلمند، روزګان او هلمند ځوانان په کابل کي احتجاجي پرلت کي ناست دي او دخپلو سیمو دپاره د دولت څخه د برېښنا دژمنو عملي کول غواړي.

تازه ویډیو رپورټ دلته وګورئ

د پرلت خېمې څخه په ژوندۍ بڼه.

Posted by ‎Larawbar.com لراوبر‎ on Monday, July 20, 2020

ددې پرلت، چي مشري یې مدني فعال حکمت الله صلحي کوي ادعا کوي چي دولت تر یوې لسیزي زیات ولس ته تشي وعدې ورکړي دي خو نور نو ولس له دولت څخه د برېښنا د ژمنو عملي کیدل غواړي چي په دې توګه سیمه هم د امنیت او هم د اقتصاد له مخي ډیر پرمختګ کولای سي.

په دې تړاو نن په کندهار کي هم د پرلت په ملاتړ مدني فعالانو د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کي د کابل پرلت ملاتړ اعلان کړ.