کور / #PTM / په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ د دوه ورځني کنفرانس او لاريون خبرتيا

په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ د دوه ورځني کنفرانس او لاريون خبرتيا

د لوی څښتن په سپيڅلي نامه

د پښتون ژغورني غورځنګ منتخب تنظيم په اروپا کي په دوهم ځل د پي ټي ايم يورپ کنفرانس – بلجيم ۲۰۲۰ تر سرليک لاندي دوه ورځنی تنظيمي کنفرانس جوړوي او په دريمه ورځ پراخ احتجاجي لاريون کوي.

دا ارزښتناک کنفرانس او لاريون په اروپايي هيوادونو کي د پي ټي ايم کوؤرډينېشن کميټې (سي سي) لخوا، د هيوادونو په کچه، د منتخبو مسولينو او کؤرکميټيو د غړو په هلوځلو او ګډون جوړيږي چي په اروپا کي مېشتو يو شمېر افغان ملتپالو شخصيتونو ته هم د ګډون بلنه ورکول سوې ده.

په دې کنفرانس کي، په اروپا کي د پښتون ژغورني غوځنګ د تېرو دوو کلونو د لاسته راوړنو او کاري تجربؤ تر څنګ د تنظيمي اسانتياو د رامنځته کولو په موخه پر يو شمېر پراختيايي طرحو هم بحث او پريکړي کيږي.

په اروپا کي د پي ټي ايم کوؤرډنېشن کمېټه، له ټولو اروپامېشتو افغانانو د پښتون ژغورني غورځنګ د هر اړخيز ملاتړ غوښتنه کوي او په ځانګړې توګه د جولای د ۲۷نېټې په لاريون کي د پراخ ګډون غوښتونکې ده.

دلاريون نېټه او وخت: د ګل يا دوشنبې ورځ، د جولای ۲۷مه، د ماپښين له ۳ بجو تر ۵ بجو
د لاريون پته:  Robert Schumanplein 2, Brussels, Belgium  ناويګېشن لینک: https://goo.gl/maps/d8CXAfwdas3Ar4TL8
عامه ټرانسپورټ: ميټرو تمځای شومن Metro Schuman بروکسل، د اروپا پارلمان مخ

ټيلفون شمېره: 32493409091+
برېښناليک: EuropePTM@gmail.com

په درنښت
په اروپايي هيوادونو کي
د پي ټي ايم کوؤرډينېشن کمېټه