کور / تازه خبرونه / د هلمند مدني ټولنو په کابل کي د برېښناپرلت څخه ملاتړ اعلان کړ

د هلمند مدني ټولنو په کابل کي د برېښناپرلت څخه ملاتړ اعلان کړ

په هلمند کي د مدني ټولنو د يووالی مرکز په کابل کي د روان پرلت څخه ملاتړ اعلان کړ.
د ۱۳۹۹/۴/۳۱ په هلمند کي ګڼ شمېر قومي مشران، ځوانانو او مدني فعالانو، په کابل کي د روان پرلت څخه ملاتړ اعلان او ويې ويل، چي د لوی کندهار سره روان ظلم د زغم او منلو نه دی او پر مرکزي حکومت او په خاص ډول د برېښنا له عمومي رياست څخه څخه يې په ټينګه وغوښتل چي، ددې پرلت غوښتني ومنل سي.
په کابل کي د لوی کندهار مدني فعالانو او ځوانانو د برېښنا د ستونزو د حل په موخه د پرلت خېمه وهلې او د برېښنا د ستونزو د حل لپاره يې خپل ږغ پورته کړ، د يادولو ده چي تېره ورځ په کندهار کي هم د يوه کنفرانس په ورکول سره ددې خېمې څخه ملاتړ اعلان کړ.
همدارنګه ياد پرلت خېمې ته، هره ورځ ځوانان، د ولسې جرګې غړي او ګڼ شمېر خلک راځي او خپل ملاتړ اعلانوي.