کور / د ډيورنډ کرښه / پنجابي ملېشو ولسي افغانان په نښه کړي، افغان سرتېرو پاکستاني تاسيسات وران کړي

پنجابي ملېشو ولسي افغانان په نښه کړي، افغان سرتېرو پاکستاني تاسيسات وران کړي

تېره ورځ د پنجابي ملېشو لخوا په چمن کې پرعامو افغانانو ډزې وسوې چي پکي د ماشومانو په ګډون درې کسان شهيدان او ۷ کسان  ژوبل سوه.

ډزي پر داسي مهال سوي چي افغانانو غوښتل د ډيورنډ له کرښي واوړي. په ورته مهال د پنجابي ملېشو او افغان سرتېرو ترمنځ هم جګړه ونښته.

پنجابي ملېشو د عامو خلګو پر کورونو د توپونو ډزي کړي او ګڼو مکلي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

جګړه دا مهال درېدلې او د پاکستاني ملېشو تاسيسات ړنګ سوي دي.