کور / شعر / وړيا ښکلا

وړيا ښکلا

دا      سپوږمۍ  ده
که       يا ر  د مخ  رڼا ده
چه  د تورو ورېځو منځ کې
جوړه کړې  يې  ښکلا  ده

دا د تورو ورېځو  پوړ  دې
چه سپوږمۍ  يې هاله  کړې
که د يار دزولفو سيوری
چه پر مخ  را خور کړې

دا دشنه  سهار شبنم  دې
له ګلابه چه را څاڅي
که د يار په اننګو  می
مرغلرې  دي  چې څاڅي

دا غمي دي د ﻻلونو
سپينو کاڼو کې نښتي
که د يار د شونډو رنګ دې
چه په شونډو ئي مښتې

ربه ! دا څنګه ښکلا ده
چې  ورکړې  دې  وړیا ده
انځور ګر دې  حېران کړې
دا دکوم  څراغ رڼا ده ؟

انجینر عبدالخالق  ساپی   ویانا     2008-07-05  د لاېنز روغتون