کور / طنز / بډي اخستونکی

بډي اخستونکی

وايم چې هېڅکله دې دفتر ته راغلی نه وای:
يو سړي له يوه بډې اخيستونکي چارواکي څخه وپوښتل چې ولې بډې اخلي؟
چارواکي ورته وويل:
ګوره وروره: زمونږ تنخاه ډېره لږ ده ، ګوزاره پرې نه کېږي.
له بل پلوه ستا نه ما څه دنيا اخيستې ده؟
بس پنځوس روپۍ دې راکړي.
او لاسليک مې درته کړی.
پدې پنځوس روپيو ستا څه کمېږي؟
او مونږ ته تر بېګا پورې ډېرې روپۍ ترې جوړېږي.
نوموړي سړي ورته خپل غوښتنليک وروښوده .
ګوره دا غوښتنليک مې نزدې په سلو شعبو ګرځولی.
او سلګونه لاسليکونه پرې شوي دي.
په هر لاسليک مې پنځوس او سل روپۍ ورکړي.
ته دا ټول حساب که زرګونه روپۍ ترې جوړېږي.
زما خو مو خونه را ړنګه کړه.
زه خو هم يو غريب او بېوزله سړی يم.
دومره روپۍ له کومه کم.
خدای مې دې بل ځل تاسو ته اړتيا نه پيدا کوي.
وايم چې هېڅکله دې دفتر ته راغلی نه وای.
.