د ځوانيمرګ فرید ميوندي په یاد

د لراوبر اداره | اگست 5th, 2020


 

د ځوانيمرګ فرید ميوندي په یاد

آه! هغه ځوان زړه سو خاموش د جنتو په ارمان
چي شپه و ورځ به خوځېدی د پښتنو په ارمان

هغه لاس لنډ سو نور ترې تمه د کومک نه کېږي
چی غځېده به و هر چا تـه د پښتو په ارمان

لـه هغو ستـرګو روڼـا ولاړه نـوري پټي ســولې
چي ځلېدې بـه د وطن د ښـایستو په ا رمان

هغه پښې ولوېدې له تګه وچ هدوکي ښکاري
چي اخیسته به ئې هر ګام د میوندو په ارمان

ویاړ د کوندل, ویاړ د رحمدل ویاړ د مهردل د ټبر
ویــاړ وو د ټــولو کنـدهاریو شازلمو په ارمان

په عمر ځوان وو خو افکار ئې وه د مشر پښتون
یاد ئې هـر وخت تازه کاوه د عظمتو په ارمان

مــا ئې لیــدلې پــه تنــدي کي نښـانې د لویۍ
ما به کاتــه چی ژوند کوي د اولنو په ارمان

افسوس افسوس چي د اسمان نه سو پېرزو پر وطن
داسي ځوان سر چي همېشه وو د شملو په ارمان

میـوند اباد, کښتونه شنـه, وطن زرغون په باران
میـوندی پــروت دئ د کــوثر د اوبېدو په ارمان

قلمه وچ سې پــه تــا نه خېژي بل څه بې مرګه
کشکي چي لـږ خــو چلېدلای د ژوندو په ارمان

وم ســرګردانه لالهــانده ئې د تګ پــر تـاریخ
مــرسته مي وغوښته لـه عقله د نېټو په ارمان

خوار ژړه غونی سو, په مات زړه ئې له اوښکو سره
دغه بیت راکــړ د خــالق د رحمتـو په ارمان

( رقیبه) ووزه لــه مــابینـه لار ئې مـه بنــدوه
(فرید) روان ( آ ! حضرتجي) ته د پلرو په ارمان

محمد معصوم هوتک
آشاوا, کانادا
څلرمه د اګست 2020ع
د شپې لس بجې

حل:
فرید = 294
آ حضرتجي = 1422
ټول = 1716
له دې حاصل جمع څخه چي د ( رقیبه) ابجدي قیمت 317 د (ووزه) په قرینه تفریق سي, 1399 پاتېږي.
فرید میوندي د 1399ش کال د اسد پر څورلسمه چي د 2020ع کال د اګست څلرمه د سه شنبې ورځ کېږي په کلیفورنیا کي له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات سو. د مرګي لایق نه وو. خدای دې وبخښي.

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024